کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ازموینې ملی ادارې نن د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور پایلې اعلان کړې، چې په کې د سږ کال د کانکور عمومی اول نمره د فراه ولایت اوسېدونکی محمود د عبدالجمیل زوی و.
د خبر پر بنسټ نوموړی د ۳۵۹.۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره عمومی اول نمره اعلان شوی دی.
محمود د کابل ابوعلی سینا طبی پوهنتون عمومی څانګې ته بریالی شوی دی.
دغو مراسمو کې د ریاست الوزرا اداری مرستیال ویلی وو، چې سږ کال د کانکور ازموینې هېڅ ګډونوال ناکام او یا هم بې پایلې شوی نه دی.
د ده په خبره ټول ګډونوال په بېلابېلو پوهنځیو کې جذب شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۲کال د کانکور ازموینه د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۹مه پیل شوه، چې د وږی په درېیمه پای ته ورسېده. په دغه ازموینه کې ۹۵ زره هلکانو ګډون کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ