کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه کارخونه په محمدآغې ولسوالۍ کې د کرومایټو د قرار دادی میتال ماینګ خصوصی شرکت لخوا جوړیږی، چې چارې یې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال، د لوګر د کانونو او پټرولیم رییس او یو شمېر نورو مسوولینو لخوا د ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، د لوګر د کانونو او پټرولیم رییس ویلی، چې دغه کارخونه به د ورځې تر ۴ سوه ټنو پورې د کرومایټو د پروسېس ظرفیت ولری او تر ۱۰۵ میلیونه افغانیو پورې به پرې لګښت راشی.
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست د مسوولینو په خبره، د کرومایټو د ډبرو قرار دادی میتال ماینګ خصوصی شرکت اوسمهال په محمدآغې ولسوالۍ کې څه باندې ۳۰ کیلو متر مربع ځمکې د کرومایټ قرار داد لری، چې تر دې وروسته به استخراج شوی کرومایټ به همدلته محمدآغې ولسوالۍ کې د نوموړی فابریکه له لارې پروسېس شی، چې له یوې خوا به د کرومایټو ضایعات صفر شی او له بل لوری به د حکومت بودیجې ته شاوخوا ۵ سوه میلیونه افغانۍ جمع کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ