کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو ویلی، چې دا مهال شاوخوا ۴ زره ۵ سوه افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور د ایران په زندانو کې بندیان دی.
د یادې ادارې ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، د تېرو دوو کلونو پر مهال په دوو بېلابېلو پړاونو کې ۱۱ سوه ۱۸ افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوی دی.
د نوموړی په وینا، دغه بندیان د سرپرست حکومت او ایرانی چارواکو د خبرو په پایله کې افغان لوری ته سپارل شوی.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین همداراز زیاتوی، هغه افغان بندیان چې ایران کې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان شوی، افغانستان ته له لېږد وروسته یې ستره محکمه په اړه پرېکړه کوی.
خو څو ورځې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ عمومی مدیر علی رضا محمودی بیا رسنیو ته ویلی، چې د دغه هېواد په زندانونو کې ۶ زره افغان کډوال بندیان دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ