کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشی اوکادا سره کتلی دی.
اوکادا په دغه کتنه کې په افغانستان کې له رامنځته شوی امنیت، له نشه یی توکو سره د مبارزې او اقتصادی ودې په برخو کې د سرپرست حکومت لاسته راوړنې د پام وړ بللې دی.
نوموړی له سرپرست حکومت سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د جاپان حکومت ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړې او د افغانستان په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوهمې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړی دی.
د جاپان سفیر زیاته کړه، چې د سرپرست حکومت پر غوښتنو به په یاده غونډه کې بحث وکړی.
دوی ویلی، چې نړیوال له سرپرست حکومت سره د اقلیم بدلون، د اوبو مدیریت، تاریخی اثارو او روغتیا په برخو کې همکاری ته لېواله دی.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلی، چې د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې، د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو ته نه تهدید، د امنیت ټینګښت او نورو برخو کې یې جدی کار کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ