کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، چې د بسپنې د کمېدو له امله په روان زېږدیز میاشت کې شاوخوا دوه میلیونه افغانانو ته د خوړو رسولو پروګرام ځنډوی.
یاد سازمان په یوه بیان کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دې اړوندې ادارې د مشر له قوله ویلی، په دومره لږو سرچینو چې د خوړو نړیوال پروګرام ته پاتې دی، ټولو هغو خلکو ته چې له سختې لوږې سره لاس ګرېوان دی، خواړه نه شی رسولی. د بیان له مخې، دا په دې معنا ده چې د خوړو نړیوال پروګرام ۱۴ لکه نویو کسانو، مېندو او د هغوی ماشومانو ته، د خوارځواکۍ د مخنیوی ځانګړی خواړه نه شی رسولی.
بیان زیاتوی، چې WFP په راروانو شپږو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لری څو ۲۱ میلیون افغان وګړو ته د ژوند ژغورنې لپاره اړین خواړه ورسوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ