کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون په ۱۴ بې وزلو هېوادونو کې د بشری مرستو د رسولو عملیاتو ته له خپلې بېړنۍ بودیجې څخه ۱۲۵ میلیونه ډالر ځانګړی کړی دی.
د راپور پر بنسټ د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د برخې مشر مارټین ګریفیتس ویلی، په داسې حال کې چې د دې سازمان ډېری بشری عملیاتو او مرستندویو ادارو ډېره لږه بودیجه لرله، د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې کار ته اړتیا لیدل کېده.
ملګرو ملتونو په دې لړ کې د افغانستان او یمن لپاره شل – شل میلیونه ډالر او د فلسطینی قلمرو او ملاوی په څېر د نور هېوادونو لپاره د نهو او څلور میلیونه ډالرو ترمنځ بېړنۍ بودیجې ځانګړې کړې دی.
له دې ۱۲۵ میلیونه ډالرو سره هغه بېړنۍ بودیجه چې ملګرو ملتونو سږکال د خپلو لګښتونو لپاره ځانګړی کړې، له ۲۷۰ میلیونه ډالرو واوښته.
د یاد سازمان ویاند ویلی، چې که مرستندوی هېوادونه د ملګرو ملتونو د اړتیا وړ نږدې ۳۹ میلیارده ډالره بسپنې غوښتنې ته ځواب ونه وایی، نو ښایی سږکال د نړۍ میلیونونه وګړی وږی پاتې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ