غزنی کې د ۳۸ پراختیایی پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د غزنې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلی، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالی ملاتړ د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو خواجه عمری او اندړو کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د ۶۷۷ زره ۴۶۲ امریکایی ډالرو په لګښت د ۳۸ پروژو چارې پیل شوې دی.
د غزنې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ویلی، چې د غزنی په مرکز او د دې ولایت په خواجه عمری او اندړو ولسوالۍ کې د بارانی او سېلابی اوبو د مدیریت په موخه د چکډیمونو جوړولو چارې پیل شوې دی.
نوموړی زیاته کړې، چې د دغو پروژو په پلی کولو سره ۶ زره ۱۸۵ ځایی اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.