کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې غړی وایی، چې د هېواد د صرافیو مارکېټونو کې د مندرسو افغانیو حجم زیات شوی، چې هېوادوال یې په ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مخ کړی دی.
د صرافانو د ټولنې په وینا، په ځلونو یې د افغانستان بانک څخه د نویو افغانیو د چاپ غوښتنه کړې، خو په خبره یې تر اوسه مارکېټ ته دا نوټونه نه دی رسېدلی.
دوی زیاتوی چې نوی بانک نوټونه د سرپرست حکومت د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د سرپرست په لاسلیک چاپ شوی چې د ځینو عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ