د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې شا او خوا درې زره ماشومان د پلرونو د پورونو په بدل کې د خښتو په بټیو کې شاقه کارونه کوی
راپور: ایمل ظاهر
په ننګرهار کې په سل ګونو بې وزلې کورنۍ له شا او خوا درې زره ماشومانو سره د خښتو د بټیو له مالکانو سره ګرو دی او د راتلونکې لپاره هېڅ ډول تصور هم ورسره نشته.
د ننګرهار د سره رود ولسوالی چې د جلال اباد ښار لوېدیځ خوا ته په لس کیلومترۍ کې پرته ده، د خښتو د بټیو له اړخه یوه بډایه ولسوالی ګڼل کېږی چې سل ګونه بې وزلې کورنۍ د غربت او لا چارۍ له امله ورسره په کار بوختې دی.
د دغو کورنیو ماشومان له خپلو پلرونو او کورنیو سره د خښتو بټیو مالکانو سره د پیسو او پور په بدل کې ګرو دی، چې د بټیو مالکان او پلرونه یې د دې لپاره چې ور باندې پاتې پورونه ژر پوره کړی پر ماشومانو شاقه کارونه تر سره کوی او د هغوی په نازکو بدنونو هېڅ رحم نه کوی.
د خښتو په بټیو کې په شاقه کارونو اخته همدا ماشومان د خپل راتلونکی په اړه هېڅ هیله نلری او د دوی په کار ځای کې نه کوم ښوونځی شته او نه داسې مکان چې دوی پکې زده کړې وکړی او د خپل روښانه راتلونکې څرک پکې وګوری.
د غوث په نوم یو تن له خپلو درې زامنو سره چې یو یې لس کلن، بل یې دیارلس کلن او درېیم یې پنځلس کلن دی، همدلته د خښتو په یوه بټۍ کې په کار بوخت دی.
دوی کرۍ ورځ دروند او سخت کار ته اوږه ورکړې، پلار یی وایی ناچاره دی له دې حالت څخه د خلاصون هېڅ کومه بله چاره نلری.
هغه وایی:” دوه کاله مې وشول چې له پاکستان نه افغانستان ته راغلی یم، هلته مې هم د خښتو په بټۍ کې کار کاوه، دلته چې راغلو بل کار مې پیدا نه کړ، یو څه وخت بې کاره وګرځېدم نو مجبور شوم د خښتو بټیو ته راغلم، دلته مې اول ځل د بټۍ له یوه مالک سره کار شروع کړ، هغه راته د اوسېدو یو کور هم راکړ او اتیا زره افغانۍ مې ورنه قرض هم کړې، خو اوس مې دوه کاله پوره شول چې ورسره کار کوم خو هغه اتیا زره افغانۍ قرض مې لا خلاص نه کړای شو.”
له پنځلس کلن ولی خان څخه چې د غوث دویم زوی دی او د خښتو په بټۍ کې له خپل پلار سره کار کوی مو وپوښتل چې ښوونځی ته ځې که نه؟ هغه وایی:
“درې میاشتې کېږی چې مکتب مې خوشی کړی، ځکه مجبوری مو ده، پلار مې یوازې دا قرض نشی خلاصولی زه او دا دوه نور وروڼه مې هم ورسره یو، ځکه د بټۍ مالک مونږ ته دوه کوټې کور راکړی او پلار ته مې وایی چې ته به هره ورځ دوه زره خښتې جوړوې او پلار مې یوازې دومره خښتې نشی وهلی نو مونږ هم ورسره کار کوو.”
ولی خان وایی په بټۍ کې کار کول سخت دی او د ځان درد په ناروغۍ یې اخته کړی خو له دې کار پرته یې بله چاره نشته.
له دې درندو او سختو کارونو زغملو سره سره دغه سلګونه ماشومان د زده کړې څخه هم بې برخه دی، دوی چې چېرته کارونه کوی هلته نږدې ښوونځی نشته او که لیرې ښوونځی ته ځی نو بیا خپلو پلرونو سره ډېر کار نشی کولای.
د دغو ماشومانو پلار وایی: “دلته انجینران راځی، یوه میاشت مخکې هم دوه کسان راغلی وو، مونږ نه یې پوښتنې وکړې ټولې خبرې مو ورته وکړې هغوی ځان سره ولیکلې او مونږ ته یې ویل چې تاسو ته دلته مکتبونه جوړوو خو کومه دی، جوړ یې نه کړل، نور انجینران راغلی وو ویل یې تاسې سره د موادو مرسته کوو، ټولو خانانو ته یې مواد ورکړل او مونږ ته خو چا رانکړل.”
د سره رود ولسوالۍ د خښتو بټیو د اتحادیې مشر سلیم هم د کارګرو ماشومانو ستونزی تائیدوی او وایی:
“سره رود کې له لس زرو نه هم ډېرې کورنۍ شته دی چې په بټیو کې کار کوی، تقریباً په دې کورنیو کې پنځه زره ماشومان دی او ۳۰۰۰ یې د خپلو پلرونو سره په بټیو کې کار کوی، دوی ټول ښوونځی ته نه ځی، حکومت څو څو ځله وعده وکړه چې دوی ته به مکتبونه جوړ کړو خو عملی کوی یې نه، تر دې پورې چې مونږ د بټیو مالکانو ورته په خپل مصرف مولوی صاحبان نېولی چې اوبال دی د دوی آینده خرابه نشی او دینی درس ورته وایی خو حکومت تر اوسه پورې هېڅ هم نه دی کړی.”
سلیم همدار راز وایی ناشونی ده چې دغه ګرو شوې کورنۍ خپل پورونه خلاص کړای شی، نوموړی وایی په دوی کې یو تعداد کسان شته چې خپل پورونه به خلاص کړی خو اکثریت ګرو شوې کورنۍ دومره پوروړې شوې چې که د عمر تر پایه کار وکړی بیا به هم دغه پورونه خلاص نشی کړای.
د ده په وینا بې وزله کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مجبوریږی چې د پور له پاسه پور واخلی، او په بدل کې یی د خښتو بټیو مالکانو ته کار وکړی.
په ختیځ کې د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون مشر شمس حبیب هم منی چې ګڼ شمېر ماشومان د خښتو په بټیو کې د خپلو کورنیو سره یوځای د بټیو له مالکانو سره ګرو دی او ښوونځی ترې پاتی دی.
نوموړی په دې برخه کې د خپلو هڅو خبره کوی خو هلته په کوچنیو ماشومانو د شاقه کار د نه مخنیوی پړه په حکومتی ادارو ور اچوی نوموړی وایی:
“مونږ دا نه ردوو، رښتیا هم هلته ډېر زیات ماشومان په شاقه کار اخته دی او زده کړو ته لاس رسی نلری، مونږ سره کره ارقام نشته خو زمونږ ساحوی ټیمونه ورځی او راپور مو یې له مرکز سره هم شریک کړی او دلته مو د دولتی ادارو سره هم شریک کړی، خو مونږ کومه اجرائیوی اداره نه یو، فقط له هغوی سره یې ستونزه او خپلې اندیښنې شریکوو.”
شمس حبیب زیاتوی چې: “دا تېره میاشت مو هم یوه ګډه ناسته لرله د پوهنې ریاست، کار او ټولنیزو چارو ریاست او بشری حقونو کمیسیون د درې اړخیزو همکاریو یوه ناسته ترسره شوه او پکې ژمنې وشوې چې ماشومانو ته به د درس ویلو زمینه برابرېږی او د شاقه کارونو څخه به خلاصېږی خو تر اوسه پورې عملی شوې نه ده.”
د خښتو په بټیو کې مو د کارګرو ماشومانو په برخه کې شته ستونزې او نیوکې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو له رئیس عبدالحکیم شیرزاد سره شریکې کړې، خو نوموړی د دوی پر ریاست شوې نیوکې ردوی او وایی چې دوی دې برخې ته پوره پام کړی.
هغه د خښتو د بټیو له مالکانو سره د کورنیو او ماشومان ګرو کېدل ردوی خو وایی: “د سره رود د خښتو په بټیو کې یواځې(۱۰۲۷) او زر اوه ویشت کورنۍ شته چې پکې د ټولو ماشومانو شمېر یې( ۷۴۲۸) اووه زره څلور سوه اته ویشت کسانو ته رسېږی او هغه ماشومان چې کار کوی (۲۷۹۰ ) دوه زره اووه سوه نوی تنه دی او مونږ د افغانستان په کچه په ننګرهار کې د دې ماشومانو لپاره یو امتحانی طرحه جوړه کړې چې دا ماشومان له شاقه کارونو خلاص کړو.”
د ننگرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس وایی: “پدې طرحه کې لومړی یوه سروی وه چې وکولای شو د ټولو کورنیو او ماشومانو شمېر معلوم کړو، بیا ورته په هرو پنځو کورنیو یو یو ملا ونیسو چې هغوی ته دینی زده کړې ورکړی او د بټیو د مالکانو او پوهنې ریاست سره د ګډ تفاهم له مخې، دې ماشومانو ته د عصری زده کړو لپاره ښوونځی او کورسونه جوړېږی او پلرونو نه یې مونږ ژمنه اخیستې چې له څوارلس کلنۍ نه کم عمره ماشومانو باندې به کار نکوی او ترې د پورته عمر والا به سهار نه ښوونځی ته ځی او ماسپښین به کارکوی خو داسی دروند کار نه چې هغوی ته تاوان ورسوی ”
و مو غوښتل چې په دې تړاو د ننګرهار د والی نظر هم واخلو خو له څو ځله هڅو سربیره هم د دوی په نظر اخیستلو ونه توانېدو.
سره له دې چې ننګرهار کې د دولتی ادارو ترڅنګ بېلا بېلې نړیوالې مرسته کوونکی ادارې هم د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې کار کوی لا هم دې ولایت کې د کارګرو ماشومانو ستونزې نه دی حل شوی.
د یادونې وړ ده چې د سره رود د خښتو بټیو ترڅنګ د تورخم په سرحدی ښارګوټی او جلال اباد ښار کې هم په سلګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دی.
گهیځ