د غزنی په ولایتی روغتون کې د ښځو لپاره ځانګړې عملیات خونه فعاله شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزنی ولایتی روغتون مشر ویلی، چې د روغتیایی آسانتیاوو د برابرولو په موخه یې د دغه ولایت په ولایتی روغتون کې د ښځو لپاره ځانګړې عملیات خونه فعاله کړه.
د خبر پر بنسټ، نوموړی زیاته کړې، چې په یاده عملیات خونې کې د څه باندی یو میلیون افغانیو په ارزښت طبی وسایل چې له پخوا په دغه روغتون کې موجود ول، عملیاتونو ته چمتؤ شوی دی.
د ځایی اوسېدونکو په وینا تر دې وړاندې په یاده برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، چې په خبره یې د دغې عملیات خونې په فعالېدو سره به اوس دغه ستونزې تر ډېره بریده هوارې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.