کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د دې وزارت سرپرست وزیر د اسلامی همکارۍ سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړی استازی طارق علی بخیت سره په کتنه کې ویلی، چې سرپرست حکومت له هېوادونو سره په فرهنګی، سیاسی، اقتصادی او تعلیمی ډګرونو کې د اړیکو پیاوړتیا او د ګډو ګټو د تحقق او ګډو ننګونو ته د حل لارې موندلو په پار رغنده تعامل ته ځانګړی ارزښت ورکوی.
د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې د اسلامی همکارۍ سازمان ځانګړی استازی ویلی، چې له سرپرست حکومت سره پر مثبت تعامل باور لری او په بېلابېلو برخو کې به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ