کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو ریاست له مرکز ښرنې تر مټاخان ولسوالۍ پورې د ۱۱ کیلو متره سړک د داغګیرۍ چارې چې مخکې د بل قراردادی شرکت له لوری د بې کېفیته کار له امله ځنډېدلې وې، په دوهم ځل نوی شرکت سره پیل کړې.
د یاد سړک د پرانېستیلو پرمهال د پکتیکا والی ویلی، چې د ټولګټو چارو ریاست په مالی ملاتړ له مرکز ښرنې نه تر مټاخان ولسوالۍ پورې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ کیلو متره سړک د داغګیرۍ چارۍ به له دریو تر څلور میاشتو پورې دوام وکړی.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس ویلی، چې یو ځل مخکې د بل قراردادی شرکت له لوری یې چارې پیل شوې وې، خو د بې کېفیته موادو او د ناسم کار له امله یې اوس بل شرکت سره قرارداد وکړ.
د خبر پر بنسټ دغه شرکت مسوولینو ویلی چې دوی به اوس د هوکړه لیک سره سم ټولې چارې په منظم ډول مخکې وړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ