د لغمان په یو شمېر دولتی ښوونځیو کې له زده کوونکو په نا قانونه توګه پیسې اخستل کېږی

د لغمان په یو شمېر دولتی ښوونځیو کې له زده کوونکو په نا قانونه توګه پیسې اخستل کېږی
راپور: ریحان ممتاز او عبدالعزیز تلاش
د ګهیځ خبریالانو داسې اسناد، مدارک او شواهد ترلاسه کړی چې د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر دولتی ښوونځیو له زده کوونکو څخه د څلورنیم میاشتنیو او کلنیو آزموینو پر مهال د آزموینې د پارچو په پلمه په غیر قانونی توګه پیسې اخستل کېږی.
د اسنادو، شواهدو او مدارکو له مخې لیدل کېږی چې د ښوونځیو مدیران او معلمین د آزموینو پر مهال له زده کوونکو څخه د آزموینو د پارچو پیسې غواړی، هغه څه چې د معارف د لایحې مطابق نا قانونه کار دی؛ خو د ښوونځیو مدیران یې ترسره کوی.
د ګهیځ ټیم په دې تړاو په لغمان کې د یو شمېر ښوونځیو له لسګونه زده کوونکو سره خبرې وکړې چې په ترڅ کې یې په ډاګه کېږی چې په رښتیا هم له زده کوونکو پیسې اخیستل کېږی.
د پوهنې وزارت د لایحې له مخې هر زده کوونکی باید د آزموینې پر مهال له ځانه سره پارچه خپله راوړی، د پیسو غوښتنه له زده کوونکو څخه یو غیری قانونی عمل دی او د لغمان د پوهنې ریاست هم همدا خبره کوی، خو دلته په ښوونځیو کې له زده کوونکو څخه د پارچو په نوم (۲۰) شل او (۳۰) دېرش افغانۍ اخیستل کېږی.
په داسې حال کې چې د مهترلام ښار د نرخونو له مخې د دوه سپینو پارچو قېمت یوه (۱) افغانۍ کېږی چې په لس افغانۍ هر زده کوونکی شل سپینې پارچې رانیولی شی؛ خو په ښوونځیو کې له دوی څخه د همدې پارچو په نوم مدیران شل او دېرش افغانۍ ټولوی، کوم چې په ښکاره ډول فساد دی.
صداقت چې د شهید ډاکټر عبدالله د لېسې د نهم ټولګی زده کوونکی دی، وایی چې: «له مونږ څخه د آزموینې د پارچو په نوم شل افغانۍ اخستل کېږی، زه چې کله مکتب کې داخل شوی یم داسې پیسې ورکوم، استاذان راځی او موږ ته وایی چې د پارچو لپاره پیسې راکړئ»
فرزاد د علی خېلو په لېسه کې عملاً د آزموینې په صحنه کې ناست دی، د لسم ټولګی زده کوونکی دی او پارچه حلوی؛ دی وایی «نن مو د انګلیسی امتحان دی، دا پارچې موږ ته استاذانو راکړی او ددې مقابل کې یې له موږ څخه دېرش افغانۍ اخیستی دی»
الفت د نوراحمد زوی دی او د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، الفت هم د علی خېلو د لېسې یو تن زده کوونکی دی، دی هم وایی: «زموږ امتحانونه روان دی او د امتحان د پارچو لپاره مې دېرش افغانۍ ورکړی دی، په لس افغانۍ ۱۶ پارچی کېږی خو دوی له موږ څخه دېرش افغانۍ ټولې کړی دی، که څوک پیسې ورنکړی امتحان کې یې نه پرېږدی پارچه ترې اخلی له امتحان یې وباسی»
هیبت الله د حفیظ الله زوی هم په علی خېلو علی لېسه کې دی، دی هم وایی چې هو د امتحان د پارچو لپاره یې دېرش افغانۍ ورنه ټولې کړې دی.
نوموړی زیاتوی: «دا پیسې مو اول نمره ته ورکړې دی او هغه یې بیا سرمعلم ته ورکوی او پارچې پرې اخلی، زموږ د ټولو آزموینو د پارچو قیمت ۸ افغانۍ کېږی، خو له موږ یې دېرش افغانۍ اخیستې دی او وایی دا زموږ قانون دی»
د ګهیځ خبریالان په دې اړه د زیاتو نورو ښوونځیو له زده کوونکو سره هم خبرې وکړې، هغوی هم دا ومنله چې په ښوونځیو کې ورڅخه د آزموینو د پارچو پیسې اخیستل کېږی.
په همدې اړه د علی خېلو د هلکانو د لېسې آمر حاجی میارحیم عاطف سره وغږیدو او د امتحانونو د پارچو موضوع مو ورسره شریکه کړه، دی وایی چې شاګردانو ته پارچې دوی ورکړی او دا هم منی چې له شاګردانو پیسې ټولې شوی دی او زیاتوی چې: «شاګردانو ته د آزموینو پارچې موږ ورکړی دی، شل او پنځه ویشت افغانۍ له شاګردانو ټولې شوی دی»
دی داسې مهال دا خبره کوی چې د همدې لېسې یو تن زده کوونکی چې عملاً د امتحان په صحنه کې ناست ؤ ګهیځ ته وویل چې له موږ څخه یې د پارچو په نوم دېرش افغانۍ اخیستی دی او همدې ښوونځی لسګونه نور زده کوونکی هم همدا خبره کوی چې له هر زده کوونکی یې دېرش افغانۍ اخستی دی.
په دې اړه مو د سلطان غازی بابا د متوسطه ښوونځی له آمرې بسمینه سهاک سره هم مرکه وکړه، نوموړې دا منی چې پیسې ټولې شوی خو دا نه منی چې شل افغانۍ ټولې شوې او وایی: «موږ د امتحان د پارچو لپاره له هر زده کوونکی لس افغانۍ ټولې کړې دی.»
خو د همدې ښوونځی یو تن ښوونکی بیا وایی چې په دې ښوونځی کې یې د امتحان د پارچو لپاره د ادارې په وینا له زده کونکو شل افغانۍ ټولې کړې دی«موږ د ادارې په وینا د آزموینو لپاره شل افغانۍ له هر زده کوونکی ټولې کړې دی، ادارې په همدې پیسو د آزموینو پارچې رانیولې دی.»
پدې توګه کتل کېږی چې د ښوونځی آمره بسمینه سهاک د لسو روپیو د اخیستو اقرار کوی خو د پیسو په راټولولو مؤظف ښوونکی بیا شل افغانۍ یادوی.
بسمینه سهاک وایی په دې مکتب کې درې زره او پنځه سوه(۳۵۰۰) تنه زده کوونکی زده کړه کوی او د ښوونکی په وینا د یوکارتن سپینو پارچو قیمت په ۹۵۰ افغانۍ دی، خو له (۳۵۰۰) زده کوونکو څخه چې شل شل افغانۍ حساب شی، ټولې اویا زره(۷۰۰۰۰) افغانۍ کیږی، چې په دې پیسو ۷۳ کارتنه پارچې اخستل کېږی په داسې حال کې چې په یوه کارتن کې ۲۵۰۰ سپینې پارچې موجودې وی.
د علی خېلو د نجونو د لېسې آمر جمعه ګل عمرزی هم وایی چې یو شمېر زده کوونکو خپله پارچې راوړې او یو شمېر نورو پیسې راوړې موږ ورته پارچې واخیستې.
دی زیاتوی: «اکثره شاګردانو خپله سپینې پارچې راوړې، بعضو پیسې راوړې او موږ پارچې ورته واخیستې»
د لغمان د ولایتی شورا وکیل عبدالظاهر حسین خېل هم په ښوونځیو کې د پیسو اخیستو خبره منی او وایی چې آن پنځوس افغانۍ هم له شاګردانو اخیستل شوې دی. دی وایی: «له شاګردانو څخه پنځوس افغانۍ هم ټولې شوی دی، دا خپله یو ډول فساد دی، په داسې حال کې چې د دولت کومه بودیجه چې سمه مصرف نه شی او بې ځایه مصرف شی په فساد کې حسابیږی»
په ښوونځیو کې د پیسو د اخیستو موضوع مو د لغمان ولایت د پوهنې ریاست له چارواکو سره شریکه کړه، دوی په دې اړه ناخبری وښوده او ویې ویل چې که داسې کار هر چا کړی وی، دا غیرې قانونی کار او فساد دی، له داسې خلکو سره به حتمی قانونی چلند وشی.
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د عمومی زده کړو آمره برېښنا خادم وایی چې د آزموینو د پارچو د ورکړې لپاره د پوهنې ریاست ځانګړې بودیجه نه لری او هر شاګرد باید له ځان سره خپله د آزموینې پارچه راوړی، برېښنا خادم وایی چې موږ تېر کال هم د پوهنې ریاست لخوا ښوونځیو ته رسمی مکتوب لېږلی چې باید په هېڅ ډول له شاګرد څخه څوک پیسې ټولې نه کړی، له زده کوونکو څخه پیسې ټولول بند دی او هېڅ ښوونځی باید پیسې ټولې نه کړی.
نوموړې زیاتوی: «موږ ښوونځیو ته رسمی مکتوب لېږلی هېڅوک پیسې نه شی ټولولی، تراوسه په دې اړه موږ ته کوم شکایت نه دی راغلی، نه راپور راغلی، خو زموږ لخوا مکتوب تللی دی، هرچا چې دا کار کړی غیر قانونی کار یې کړی دی او دا یو ډول فساد دی، موږ به له هغوی سره قانونی برخورد وکړو»
برېښنا خادم په خپلو خبرو کې وایی چې موږ د څار کمېټه لرو هر وخت په ښوونځیو ګرځی موږ ته راپور راکوی، خو دغې کمېټې تر اوسه ددې موضوع په تړاو ناخبری ښودلې.
لغمان د هېواد یو له ګرم سېرو ولایتونو څخه دی چې په جدی او جوزا میاشتو کې یې له زده کوونکو آزموینې اخیستل کېږی، په جدی کې څلورنیم میاشتنۍ او په جوزا کې بیا کلنۍ آزموینې اخیستل کېږی، ددې ولایت د عمومی زده کړو د آمرې مېرمن خادم په وینا چې په لغمان کې (۳۰۰) درې سوه دولتی ښوونځی موجود دی چې په ټولو کې زده کوونکی په زده کړو بوخت دی.
د لغمان په دولتی ښوونځیو کې داسې مهال له زده کوونکو پیسې اخیستل کېږی چې د پوهنې ریاست دوی ته په دې اړه رسمی مکتوب هم لېږلی خو دوی له قانونه سرغړونه کوی او په غیرې قانونی ډول له زده کوونکو پیسې اخلی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.