د اسعد آباد چغان غونډۍ ته جوړ شوی قیمتی بیرغ اوس شلیدلی او نشته

د اسعد آباد چغان غونډۍ ته جوړ شوی قیمتی بیرغ اوس شلیدلی او نشته
راپور : ضیاءالرحمن حبیب سپین غر
د هېواد په ختیځ ولایت کونړ کې د ګهیځ موندنې ښیی چې د مرکز اسعد آباد ښار په یوه کیلومترۍ کې د چغان په غونډۍ د نصب لپاره په څه باندې یوولس نیم لکه افغانۍ جوړ شوی بیرغ تر جوړښت یوازې څو ورځې وروسته بېرته شلیدلی او تر ننه یې احوال معلوم ندی چې څه شو.
همدارنګه د ګهیځ موندنې ښیی چې ددې بیرغ د جوړلو لپاره د اسعد آباد د ښاروالۍ له خوا د تدارکاتو د قانون پر خلاف بولی یا بېډنګ ندی شوی او په خپل سر د دې بیرغ د جوړښت قرار داد د اسعد آباد د ښاروالۍ له خوا له عامر ساختمانی شرکت سره ترسره شوی دی.
د تفصیلاتو مطابق د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې(۱۳۹۸ کال) د لمانځنې لپاره د چمتوالی په لړ کې د کونړ مرکز اسعد آباد ته څېرمه د چغان په تاریخی غونډۍ د هېواد ملی بېرغ د عامر ساختمانی شرکت له خوا نصب شوی ؤ.
د کونړ ښاروالۍ د معلوماتو له مخې دغه بېرغ د چغان تاریخی غونډۍ په لوړه څوکه نصب شوی ؤ، چې د پایې لوړوالی یی ۳۰ متره، د بېرغ اوږدوالی یې ۱۶ متره او پلنوالی یې اتو مترو ته رسېده، چې د مسؤولینو په وینا دغه بېرغ د هېواد په کچه څلورم لوی ملی بېرغ ګڼل کېږی.
بل خوا د اسعد آباد ښاروالۍ څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د دغه بېرغ په جوړېدو(۱۱۹۵۱۵۳) افغانۍ لګښت راغلی ؤ، چې د ښاروالۍ له خپلې بودیجې ورکړل شوې دی.
د ګهیځ له لورې تر لاسه شوی معلومات ښیی چې ددې پروژې قرارداد له بېډینګ یا بولۍ پرته عامر ساختمانی شرکت ته ورکړل شوی ؤ خو د عامر ساختمانی شرکت مسؤول حاجی میرزمان بیا وایی چې د وخت د کمښت له امله ورته دا قرار داد له بولۍ یا بېډینګ پرته ورکړل شوی دی.
حاجی عامر زیاتوی چې: “ددې له امله چې دغه پروژه سخته وه بل کوم شرکت ورته زړه نه ښه کولو، نو ځکه موږ له بېډینګ پرته د دغې پروژې په تطبیق پېل وکړ، زه پوهېدم چې دا کار ستونزمن دی خو بیا مې هم هوډ وکړ، په دغه پروژه کې موږ دوه لکه افغانۍ تاوان هم کړی دی.”
همدارنگه د اسعد آباد ښاروالۍ د بورډ مسؤول حاجی اجمل هم د بېډینګ په اړه ددې ساختمانی شرکت وړاندې کړی معلومات تأییدوی او وایی: “د خپلواکۍ د کلیزې ورځې مخکې چې کومه د بېرغ ورځ وه، هغې ته د والی او معاون صیب بېړه وه، ځکه په هغه وخت کې د دې بېډینګ یا بولی نه کېده نو د هغوی له خوا وویل شول چې دا بېډینګ به وروسته وکړو او اوس تاسې بېرغ جوړ کړئ.”
نوموړی یې د اړتیا په اړه وایی چې بېرغ خو د خلکو غوښتنه هم وه او زموږ یو ملی ویاړ دی، چې د چغان په تاریخی غونډۍ جوړ شو، خو څنګه چې د خلکو غوښتنه وه هغسې ونه شوه.
په کونړ کې د ګهیځ د خبریال د معلوماتو له مخې دغه بېرغ یوازې څو ورځې ولاړ ؤ او بیا د بېرغ درک نه شته چې څه شو،خو یوازې ستن یې لا اوس هم ولاړه ده.
د کونړ ښاروالۍ د بورډ مسؤول حاجی اجمل پدې اړه وایی: “د بېرغ په اړه په ښاروالۍ کې کوم فساد نه دی شوی، خو د بېرغ کیفیت ډېر خراب ؤ، اصلی مشکل همدغه دی، نو ځکه اوس نه شته.”
هغه وایی چې فساد قرار دادی شرکت کړی دی او فساد یې همدغه دی چې بیرغ یې بې کیفیته جوړ کړی ؤ، د بېرغ ټوټه خرابه وه، شرکت ویل چې ټوټه یې له ایران نه راوړو او یا یې له هند نه راوړو، خو فکر کوم چې نه یې د ایران نه راوړې او نه یې له هند نه ،همدلته کابل کې یې جوړ کړی دی.
نوموړی همدارنګه وایی چې کوم ډول بیرغ چې په کابل کې دی، که دا هم په هماغه ډول جوړ شوی وای نو نن به دا بېرغ هم د کابل بېرغ په څېر جوړ ولاړ وای.
خو د بېرغ جوړونکی شرکت مسؤول حاجی میرزمان بیا وایی: ” موږ د بېرغ او انتن یا پایی مواد له ایران هېواد نه راوړی وو، چې پایه یې د پینل کمپنۍ له خوا په کابل کې جوړه شوې ده. ”
د سیمې یو اوسېدونکی عزت الله پدې اړه وایی: “بېرغ یوازې څو ورځې ولاړ ؤ، بیا ورک شو، چې تر اوسه ورک دی او یوازې ستن یا پایه یې ولاړه ده.”
د کونړ ښاروالۍ د بورډ مسؤول حاجی اجمل هم منی چې دا بېرغ شلېدلی، خو وایی: “موږ د خپل مسؤولیت په چوکاټ کې څو ورځې وړاندې له پخوانی ښاروال انجینیر عبیدالله ساپی څخه د بیرغ پوښتنه وکړه، هغه وویل چې موږ دوه بیرغونه راوړی وو او دوهم بېرغ هم لرو؛ خو کله چې موږ په ښاروالۍ کې پوښتنه وکړه، دوهم بېرغ نه شته او همدغه یو ؤ چې شلېدلی دی. ”
بلخوا د بېرغ جوړونکی شرکت مسؤول حاجی میرزمان هم وایی چې دوی د دوه بېرغونو ټوټې راوړې وې چې یوه ټوټه په ښاروالۍ کې پاتې شوه او بله یې په بېرغ کې نصب شوه.
په ټولیزو رسنیو کې خلکو د ولایتی ادارې او په تېره د اسعد آباد ښاروالۍ دغه کار، یوه داسې پروژه بللې چې هېڅ ګټه یې نه ده کړې او پرې لګېدلې پېسې یوازې سیند ته غورځول شوې.
ځینو بیا ویلی چې د دې پرځای باید یو ښوونځی جوړ شوی وای او یا یو داسې کار شوی وای چې خیر یې ولس ته په دوامدار شکل رسېدلی.
ځینو بیا ویلی چې دا کار چارواکو یوازې د خپلو جیبونو ډکولو لپاره د لارې چارې موندلو په توګه کړی دی او ځینو بیا نورې تبصرې کړې دی.
د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد ښار ختیځ لور ته د چنار بانډو د غرونو په لمنو کې پرته د چغان غونډۍ ستر تاریخی ارزښت لری چې د اسعد آباد ښار له هر لوری دغه نسبی لوړه څوکه ښکاری او له اسعد آباد ښار نه کابو یو کیلومتر واټن لری، او داسې ویل کېدل چې په لوړ لګښت جوړ شوی دغه بېرغ به له ډېورنډ هاخوا د باجوړ له سیمو هم ښکاری، خو اوس یې بېرغ لا څه چې ستن یا پایې لیدل کېدل یې هم سخت ښکاری‎.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.