کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۹ مه نېټه):
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د تورخم دروازې تړل د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته زیان رسوی او اسلام آباد د خپلو پخوانیو ژمنو خلاف د کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځته کوی.
یاد وزارت وایی، د افغان کرنیزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو پرمهال په نه توجیه کېدونکو پلمو پاکستان دروازې تړی، چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان تجارت زیانمنوی، بلکې د ولسونو او هېوادونو ترمنځ فاصلې زیاتوی او د ټولې سیمې تجارت او ټرانزیټ له خنډ او ځنډ سره مخ کوی.
همداراز د تورخم دواړو خواوو ته زرګونه کسان چې پر دې لاره یې تل تګ – راتګ کاوه، بند پاتې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ