کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په مراکش هېواد کې د وړمې ورځې پر زلزلې ژوره خواشینی ښودلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په دغه پېښه کې د مراکش حکومت او ولسونو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل او له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو یې غوښتنه وکړه، چې په دې سختو حالاتو کې یاد هېواد یوازې پرېنږدی.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د مراکش په شپږو ولایتونو کې د ریښتر په کچه ۶،۸ درجې زلزلې تر اوسه له ۲ زرو څخه د زیاتو کسانو ژوند اخیستی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ