کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتیا مرکز ګردېز ښار او د دغه ولایت د زرمت ولسوالی ترمنځ د غځېدلی سړک د رغونې چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، دغه سړک چې شل کیلومټره اوږدوالی لری، د رغونې چارو ټول لګښت یې د ټولګټو چارو وزارت له لورې ورکول کیږی.
د ټولګټو چارو وزارت مسلکی او تخنیکی مرستیال د یاد سړک د چارو پیل په اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، چې د دغه سړک د لومړی لاټ چارې به له ژمی مخکې بشپړې شی.
په ورته وخت د سړک قراردادی شرکت مسوولین وایی، یاد سړک پنځه کیلومتره چارې یې د جمهوریت پر مهال بشپړې شوې وې او د پاتې پنځلس کیلومتره چارې یې پرون پیل شوې.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد سړک د لس کیلومټره لومړی لاټ قرارداد په ۳۳۵ میلیونه افغانۍ ورکړل شوی او د دوهم لاټ قرارداد چې لس کیلومتره کیږی، ارزښت یې ۳۳۷ میلیونه افغانیو ته رسیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ