کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې د هلمند کجکي بند د دوهم فاز پروژې دوهمې برخې د تړون تعدیل د ۷۷ ترکي شرکت اجرایوي مسوول بوراک اونسال سره لاسلیک شو.
نوموړي ویلي، چې د دې تړون له مخې به د یادې پروژې پاتې چارې د اوبو او برېښنا وزارت، د ۷۷ ترکي شرکت او د افغانستان برېښنا شرکت د درې اړخیزو هوکړو پر بنسټ پرمخ وړل کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/