کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې تورخم کې د یوې پخوانۍ پوستې بیا فعال کېدو پر سر پاکستانی ځواکونو پر افغان لوری ډزې وکړې او د دواړو لورو ترمنځ نږدې دوه ساعته نښته وشوه، له هغې مهال راهیسې تر نن شپږمې ورځې هم دغه دروازه د هر ډول تګ – راتګ او ټرانزیټ پر مخ تړلې ده.
د ګهیځ نیوز د اطلاعاتو له مخې دواړو غاړو ته دوکانونه او کاروبارونه تړلی او ډېری بند پاتې خلک او اموال په بدیلو لارو تر خپلو سیمو رسېدلی.
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ تورخم بندر کې د افغان او پاکستانی مسوولینو ترمنځ د دغې لارې د خلاصېدو په اړه نیم ساعت خبرې وشوې.
که څه هم افغان لوری دغه ناسته موثره ګڼلې وه، خو پاکستانی لوری بیا ویلی وو، چې ناسته یې بې پایلې وه او دغه لار به همداسې تړلې وی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ