کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر او پروان د ترافیکو مدیریت مسوولینو ویلی، چې په دغو ولایتونو کې د دوو ترافیکی پېښو له امله ۱۸ تنه ټپیان شوی دی.
د پنجشېر د ترافیکو مدیریت مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت د مرکز بازارک پارخ سیمې اړوندو کې د دوهزار ډوله او هایلکس موټرو د ټکر له امله د یوې مېرمنې په ګډون نهه تنه ټپیان شوی دی.
د پېښې ټپیان د پنجشېر د رخې ۴۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوی او د ټپیانو روغتیایی حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې، پروان کې هم د دوو موټرو د ټکر له امله نهه تنه ټپیان شوی دی.
د پروان امنیې قومندانۍ د دفتر مطبوعاتو آمر ویلی، چې د دغه ولایت په جنګل باغ سیمه کې د دوه موټرو د ټکر له امله نهه تنه ټپیان شوی دی.
دې وروستیو کې د هېواد په لویو لارو ټرافیکی پېښې زیاتې شوی، چې له امله یې لسګونو خلکو ته مرګ_ژوبله اوښتې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ