کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې د هېواد په کچه د روان کال د زمری میاشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او خپاره کړی دی.
د راپور پر بنسټ، د صادراتو ټولیز ارزښت په دې میاشت کې ۱۳۶.۹ میلیونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت ۷۴۳.۶ میلیونه ډالرو ته رسیږی.
یادې ادارې ویلی، چې د تېر کال په زمری میاشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۳۹.۷ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د روان کال د زمری میاشتې د ارقامو تحلیل د هېواد په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲.۸ میلیونه ډالره کمښت ښیی.
همدارنګه د ۱۴۰۱ لمریز کال په زمری میاشت کې د هېواد د وارداتو ټولیز ارزښت ۷۱۲.۸ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په پرتله ۳۰.۸ میلیونه ډالره کموالی ښیی.
دغه اداراې زیاته کړې، چې سږ کال په زمری میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هندوستان او متحده عربی اماراتو ته او تېر کال په همدې میاشت کې زیات صادرات پاکستان، هند، تاجکستان او متحده عربی اماراتو ته وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ