کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د امریکا د مرکزی قومندانۍ پخوانی قومندان فرانک مکنزی، چې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وېستلو مسوولیت یې پر غاړه و، ویلی چې له دغه هېواد څخه د وتلو په اړه ډېره پښیمانی لری.
مکنزی له فاکس ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلی، چې تاریخ به له افغانستان څخه د وتلو په اړه پرېکړه، په هاغسې بڼې چې یې وکړه، د مرګونې نېمګړتیا په توګه وګڼی.
دغه تقاعد شوی جنرال د ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د امریکا د مرکزی قومندانۍ مشر و.
هغه په دې مرکه کې ویلی، چې په افغانستان کې د خپل کار د اختتام په اړه ډېره پېښمانی لری، یوه پښیمانی یې د ځواکونو د وتلو د اساسی پرېکړې په اړه ده، چې په نظریه یې غلطه وه.
هغه ویلی، په دې اړه ډېر پښېمان دی چې ولې له افغانستان څخه چې د ځواکونو د وتلو پرېکړه وشوه؟
امریکا او د ناټو ځواکونه د دوحې د هوکړې له مخې افغانستان څخه بهر شول.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ