د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزنډ د واکسین په تطبیق کې فساد ترسره کېږی

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزنډ د واکسین په تطبیق کې فساد ترسره کېږی
راپور: ذیشان ذهین
له ګهیځ سره د شریکو شویو اسنادو له مخې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزنډ‌‌‌ ‌واکسینونو د کمپاین پرمهال د ځینو ډاکټرانو په ګډون یو شمېر کواردیناتوران، سوپروایزران او رضاکاران په فساد لاس پورې کوی.
یوې معتبرې سرچینې چې د هویت پټ ساتلو په شرط له ګهیځ سره یاد اطلاعات شریک کړی وایی، یو شمېر هغه ډاکټران چې په IPV یا OPV پروګرام کې مسؤولین وی، د واکسین د تطبیق پرمهال، پر ځینو کواردیناتورانو خیالی ټیمونه رامنځ ته کوی او بیا د دغو خیالی ټیمونو لپاره ځانګړې شوې پیسې خپلو جیبونو ته اچوی.
سر چینه وایی چې له همدې امله یو شمېر ډاکتران د خپلو سپارل شویو چارو سمه څارنه نشی کولی، ځکه چې هلته یې خپلې شخصی ګټې په خطر کې لویږی.
بل لور د واکسیناسیون د کمپاین په جریان کې یوه ډله او له جریان څخه وروسته دوه ډلې څارونکی چې د واکسیناسیون د مسؤولینو په وینا محصلین یې ورته جذب کړی، باید د همدې سیمې اوسېدونکی نه وی، خو د ګهیځ موندنې ښیی چې په دغو څارونکو کې ډېر شمېر د هماغه ځای هستوګن دی، چې څار په کې ترسره کوی.د دغو درې ډلو څارونکو دنده د هغو سیمو او ځایونو څارنه ده، چې د کواردیناتورانو او سوپروایزرانو له خوا ورته په ګوته کړل شی او دا څارنه باید د کواردیناتور او سوپروایزر په ناخبرۍ کې ترسره شی.
ګهیځ ته د ورکړل شویو اسنادو له مخې د بهسودو ولسوالۍ یو شمېر کواردیناتورانو د کورونا ویروس د مخنیوی په موخه ورکړل شوی تر نیمایی ډېر ضد عفونی مایع، ماسکونه او نور هغه مواد چې د کمپاین په جریان کې یې باید رضاکارانو ته ورکړی وای، په بازار کې پلورلی دی چې ګهیځ د دغو موادو د پلور ځینې ثبوتونه ترلاسه کړی دی.
د سوپروایزرانو په ډله کې یې یو شمېر بیا خیالی ټیمونه رامنځته کوی او پیسې یې خپل جېب ته اچوی. دغه سوپروایزران له ځینو ډاکټرانو سره هم د IPV پروګرام په کمپاین کې د خیالی ټیمونو په رامنځته کولو کې اغېزمنه مرسته کوی.
د IPV پروسې په ترڅ کې د ستنې له لارې او د OPV پروسې په ترڅ کې بیا د خولې له لارې د پولیو واکسین ماشومانو ته تطبیق کېږی.
همدا رنګه د رضاکارانو په برخه کې هم له ګهیځ سره هغه ثبوتونه شریک شوی دی چې د ټریننګ اخیستو پرمهال یو کس، خو ساحه کې بیا بل کس د واکسیناسیون چارې پر مخ بیایی. په دغه برخه کې د څار لپاره مشخص شوی ډاکټران د خپلې مالی ګټې لپاره د دغو کسانو مخه نه نیسی. د کړنلارې له مخې باید د ټریننګ او د ساحوی کار پر مهال د رضا کارانو تذکرې وکتل شی چې دلته دا کار هم نه ترسره کېږی او له همدې امله ګڼ شمېر رضاکاران د یو او بل پر ځای چارې مخته بیایی.
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۴۴، ۵۱، ۵۶، ۵۹، ۶۰، ۶۹، ۷۰، ۷۱ او ۷۲ هغه کلسترونه دی، چې د فساد پورته ذکر شوې چارې په کې ترسره کېږې.
د کړنلارې له مخې په یو کلستر کې د واکسیناتورانو تر اوو پورې ټیمونه وی، که یو کلستر یو خیالی ټیم هم ولری، نو د کال ۵۵ زره ۷ سوه افغانۍ د یو خیالی ټیم له خوا حیف او مېل کېږی.
پر دغه مالی فساد سربېره د واکسین په پروسه کې ځینې داسې کورنۍ هم شته چې تر څلور او پنځو غړو پورې یې په واکسین کې شامل کړی وی، په داسې حال کې چې د اصولو له مخې له یوې کورنۍ څخه باید تر یوه تن ډېر شتون ونه لری، خو په هغه صورت کې چې د یوې ښځینه رضاکارې سره د خپلې کورنۍ محرم نارینه شتون ولری.
ګهیځ خبریال ددې ټولو موضوعاتو په اړه د یوه مشخص ځواب موندلو لپاره د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په کچه د واکسین مشر ډاکټر یوسف احدی وپوښت، خو نوموړی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه. وروسته بیا د ختیځ زون د واکسیناسیون مشر ډاکټر جان محمد صاحبزاده، په همدې زون کې د روغتیا د نړیوال سازمان یا WHO مسؤول ډاکټر سفیر احمد او عمومی مسؤول ډاکټر نجیب الله کاموال وپوښتل شول، دغو درې واړو مسؤولینو په یوه ګډه مرکه کې ګهیځ ته په دې برخه کې د فساد د یو شمېر مسایلو شتون ومنلو، خو ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې یې پر روڼتیا باندې چارې چټکې کړی. د دوی په خبره ښه بېلګه یې په تېرو څو میاشتو کې د بهسودو او سره رود ولسوالیو څخه د ۳۰ تنو همداسې وګړو لرې کېدنه ده.
د ختیځ زون د واکسیناسیون مشر ډاکټر جان محمد صاحبزاده وویل: “زه د خیالی ټیمونو له نوم سره بېخی حساسیت لرم. زموږ زون د هېواد په کچه د روڼتیا په برخه کې تر نورو ښه نوم لری. هو، ممکن ځینې مسایل چې تاسې یاد کړل، شتون ولری؛ ځکه په دغسې لویې پروسې کې ترې سترګې نه شی پټېدلی، خو موږ تر پخوا ډېر پر روڼتیا باندې کار کړی.”
ډاکتر جان محمد صاحبزاده د خپل زون د چارو د روڼتیا لپاره ښه بېلګه د ۳۰ همداسې کسانو دغې پروسې څخه وېستنه ګڼی او ټینګار کوی چې دوی په دې برخه کې د روڼتیا د راوستو په اړه جدی دی او ژمنه کوی چې د ګهیځ د دغو موندنو او نورو همکاریو پرمټ به دغه پروسه نوره هم شفافه کړی.
یاد مسؤولین ژمنه کوی چې د ګهیځ د دغو موندنو له مخې به خپلې تصفیه شوې سیمې بیا ځل د یاد فساد د له منځه وړلو په موخه چاڼ کړی.
په ټول ختیځ زون کې د خولې له لارې د پولیو واکسین په کال کې دوولس ځل په عادی حالاتو کې تطبیق کېږی، چې د اړتیا پرمهال بیا په کال کې له یو تر دوه ځلو د ستنې له لارې هم ترسره کېږی.
د زون په کچه څلور سیمې (د ننګرهار حصارک او شېرزاد، د لغمان الینګار او د کونړ شلتن) هغه ځایونه دی، چې له یو لک ډېر ماشومان په کې د واکسین د تطبیق پر مهال له دغې پروسې بې برخې پاتې کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.