د ننګرهار یو شمېر نجونې او مېرمنې په زور سوال او اخلاقی فساد ته اړ ایستل کېږی

د ننګرهار یو شمېر نجونې او مېرمنې په زور سوال او اخلاقی فساد ته اړ ایستل کېږی
راپور :ذیشان ذهین
د ګهیځ موندنې ښیی چې په ننګرهار کې یو شمېر نجونې او مېرمنې د کورنۍ د غړیو له لورې د پیسو په مقابل کې د یوې ټاکل شوې مودې لپاره په مؤقت ډول پلورل کېږی او دا پیغلې او مېرمنې سوال کولو او اخلاقی فساد ته اړ ایستل کېږی.
د ننګرهار اوسېدونکې یوې مېرمنې چې نه غواړی هویت یی څرګند شی، ګهیځ ته وویل چې د پلار له لورې په یو سړی چې دوی ته یې نوم لالی ښودل شوی، د یو کال لپاره پلورل شوې ده او زیاتوی چې لالی نومی دغه کس پر دې د پیسو پیدا کولو لپاره په هېڅ راز کړنو سرفه نه ده کړې.
دغه مېرمن وایی: “له ما وړاندې زما دوه مشرانې خویندې هم له ورته برخلیک سره مخ شوې دی، د ورځې راباندې د اته سوه افغانیو پیدا کول جبری دی، چې د نه پوره کولو پر مهال مجبوره یم، جسمی یا جنسی شکنجه د بې خوبۍ سره یوځای وزغمم ”
دغه مېرمن همدا راز وایی چې یوازې دا پدې برخلیک نده اخته ده، بلکې د نوموړې په خبره تنها د لالی نومی دغه کس له خوا اتلس نورې دا ډول نجونې اخیستل شوې چې د ننګرهار په بېلا بېلو سیمو کې پرې د سوال او اخلاقی فساد کړنې مخته وړی.
دا ډول ډېرې نجونې، سهار مهال سنګار شوې د جلال اباد ښار د صرافۍ مارکیټ مخې ته لارویان د سوال غوښتو په نیت له مټه نیسی.
ددې ډول نجونو او مېرمنو دوهم تم ځای د سراج العمارت بڼ او د بادام باغ په څېر یو شمېر نور هغه پارکونه دی، چې د ماسپښینه تر ماښامه په کې هلته ځوانانو ته سینګار شوی مخونه اړوی او د سوال په نوم ترې د پیسو غوښتنه کوی.
د جلال اباد ښار د صرافۍ مارکیټ یو شمیر صرافان وایی د دې نجونو ښکلی لباسونه او سینګار شوی مخونه د ډېرو خلکو پاملرنه خپلوی، خو په وینا یې چې اصلی موخه یې د پیسو په بدل کې د اخلاقی فساد ترویجول دی.
د دغو صرافانو په خبره یادې نجونې پر کاغذونو ځینې لیکل شوې شمېرې هم صرافانو او ځوانانو ته اچوی، څو د اخلاقی فساد لپاره اړیکه ورسره ونیسی.
مصطفی رحیمی چې ننګرهار کې د صرافانو د اتحادیې مشر دی وایی: “د دغه ډول سوالګرو په اړه مو د صرافانو اندېښنه یو وار د ولایت له مقام سره هم شریکه کړې ده، هغه مهال درې نجونې چې په فساد کې له نورو ډېرې سپین سترګې وې، ونیول شوې خو د لږو ورځو له تېرېدو وروسته بېرته له هغې ژمنې وروسته خوشې شوې چې نور به سوال نه کوی.”
بل خوا د ننگرهار د ښځو چارو ریاست چې د مېرمنو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوی، د دغو ځوانو سوالګرو نجونو د کړنو ترشاه د لوړ پوړو حکومتی چارواکو لاس بولی.
د ښځو چارو رئیسې فتانه عزیز له ګهیځ سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې په تېر کې د دغه ډول نیول شویو مېرمنو د خلاصون لپاره ځینو لوړ پوړو حکومتی چارواکو هلې ځلې کولې.
که څه هم نوموړې د یادو مسایلو د حل لپاره پر خپلو شویو هڅو ټینګار وکړ، خو د مخنیوی په برخه کې یې په یوازې ځان خپلې هڅې نیمګړې او یاد ریاست ناتوانه وباله.
د ښځو چارو رئیسه زیاتوی چې دوی ګڼ شمېر مېرمنو او نجونو ته له سواد زده کړو نیولې د پوهنتون تر کچې د زده کړو او کار زمینه برابره کړې ده تر څو سوال ونکړی، د ولایت په جلسو کې ددې موضوع په تړاو بحثونه شوی دی، خو په هغه کچه چې لازمه ده رغنده او کوټلی ګام یې پر وړاندې نه دی اخیستل شوی.
فتانه عزیز وایی چې د ښار په واټونو کې د ښځینه وو لخوا د سوال کولو ستونزه لا هم شته، خو دا چې سینګار شوې او له ښکلیو جامو سره یو شمېر مېرمنې د سوال تر نامه لاندې د اخلاقی فساد چارې مخته وړی، په اړه یې دا ناخبره ده.
ددې ښځینه سوالګرو په منځ کې یو شمېر داسې نجونې هم شته چې عمرونه یې له اتو کلونو نیولې تر شپاړسو او اوولسو کالو پورې رسېږی، زموږ موندنو ښودلې چې دغه کم عمره نجونې د سوال پر مهال د اخلاقی اړخه له بېلابېلو ځورونو سره مخ دی.
د ماشومانو د ملاتړ قانون د ۵۱ مې مادې له مخې سرپرست حق نه لری چې ماشومان له زده کړو محروم او سوال ته یې اړ کړی.
د یاد قانون له مخې د دغې کړنې سزا له درې میاشتو نیولې تر یو کال پورې بندی کېدل دی.
دا چې د خېرات غوښتنې تر چتر لاندې د دغه کم عمره نجونو اخلاقی ځورونه څومره زیان رسوونکې او څومره یې حقوق تلف کېږی؟ په اړه یې د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون د ماشومانو د ملاتړ د برخې له مسؤولې رابعه رسولی وایی چې دوی په تېرو وختونو کې داسې میاشتنی کمپاین درلود چې پرمټ به یې سوالګرې کمکۍ نجونې ټولېدې، خو څرنګه چې دوی د ساتلو لپاره مناسب ځای نه درلود، د داسې ژمنو له اخیستو وروسته چې راتلونکی کې به بیاځل سوال ته مخه نه کوی، بېرته خوشې شوې دی.
خو دا چې یوازې په ننګرهار کې یوولس ارګانه د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې په فعالیت بوخت دی، خو ولې بیا هم تر اوسه د دوی دغو هڅو کومه مثبته پایله نه ده درلودلې، په اړه یې د ننګرهار څانګې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د ملاتړ برخې مسؤوله رابعه رسولی وایی: “موږ په دې برخه کې ډېر فعالیت کړی، دغو ۱۱ ارګانونو چې تاسو یې یادونه وکړه، د دولت له خوا جوړ شوی د هغه قانون پر پلی کولو کار پیل کړی، چې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې ترتیب شوی دی.”
د دغه قانون په ۱۳مه ماده کې ویل شوی چې که ماشومان سوال کولو ته اړ ویستل کېږی، خو د کورنۍ فقر او غریبی ثابته نه شی، سرپرست به یې عدلی او قضایی ارګانونو ته ورپېژندل کېږی. دا چې تر دا مهاله د سوالګرو ماشومانو څومره سرپرستان عدلی او قضایی ارګانونو ته پېژندل شوی؟ رابعه رسولی یې په اړه زیاتوی:
“تر دا مهاله مشخصا تاسو ته نه شو ویلی، خو دا د ماشومانو د ملاتړ د برخې ارګانونو په پلان کې شته، چې نږدې راتلونکی کې به سوالګر کمکی ماشومان او ماشومانې راټولوی او هغه کسان به چې دوی یې سوال کولو ته اړ کړی، عدلی او قضایی ارګانونو ته به یې وروپېژنی.”
خو د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون د ماشومانو د ملاتړ برخې مسؤوله رابعه رسولی پدې اړه له څه ویلو ډډه کوی چې
دا چې نږدې وخت کله دی او یا تر دې وړاندې ولې په دې اړه اقدامات نه دی شوی؟
د سوال په برخه کې د پېغلو نجونو او مېرمنو پت پلورنه او اخلاقی فساد بله جدی مسأله ده چې د ډېری مېرمنو ژوند او راتلونکی یې له نا معلوم برخلیک سره مخ کړی دی.
زموږ د موندنو له مخې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې درې ډوله سوالګرې مېرمنې شته چې لومړۍ یې اړې مېرمنې دی چې د کورنیو د سرپرستانو له وژل کېدو وروسته اړ شوې چې خپلې کورنۍ ته د سوال له لارې نفقه برابره کړی.دوهم یې هغه مېرمنې دی، چې ګدایی ګری یې یو کسب او عادت ګرځېدلی، خو درېیمه ډله یې بیا هغه ده چې د سوال تر نامه لاندې یا د نورو له خوا مجبوراً او یا هم په خپله خوښه اخلاقی فساد ترسره کوی.
دا مېرمنې په افغانی ټولنه کې له تیاره برخلیک سره مخ او له ډېرو حقه_حقوقو محرومې پاتې کېږی.
جسم خرڅوونکې دغه مېرمنې د څو محدودو کسانو له خوا اداره کېږی، چې د ورځې له خوا په بازارونو او د شپې له خوا په ځانګړو هوټلونو کې پرې د اخلاقی فساد چارې مخته وړل کېږی.
ځینو پټو سرچینو ګهیځ ته د هویت نه ښودلو په شرط د اخلاقی فساد لوی ځایونه د جلال اباد زاړه ښار ځینې سیمې، د پښتونستان او مخابرات واټونو ترمنځ پراته ځینې هوټلونه او د درمسال شاوخوا یو شمېر کورونه وښودل.
زموږ د پټو سرچینو د اطلاعاتو له مخې د دغو ځایونو لپاره هغه کسان چې د اخلاقی فساد مشران دی، نسیمه قشنګ، لالی او زهره نومی ښودل شوی، چې د ډېرو هڅو سربېره مو هم و نشوای موندلی تر څو په دې اړه ورسره خبرې وکړو.
د ګهیځ د څېړنو له مخې د یادو کسانو له ډلې نسیمه قشنګ او زوی یې یو وار وړاندې هم د اخلاقی فساد په قضیه کې نیول شوی وو، چې اوس د باوری پټو سرچینو د اطلاع له مخې بېرته ازاد شوی او خپلې پخوانۍ چارې مخته وړی.
د زهره په نامه یاده مېرمنه هم یو وار وړاندې یوه سپین روبې نجلۍ په یوه پلمه له کابل څخه د جلال اباد لومړۍ حوزې ته راوستې وه، چې هغه مهال بیا پر نجلۍ د هغه د انکار له امله ډز هم شوی ؤ. د دغې قضیې په تعقیب کې زهره نومې مېرمن نیول شوې وه، خو اوس زموږ د پټو سرچینو د اطلاعاتو له مخې بېرته ازاده شوې او پر خپلو پخوانیو کړنو بوخته ده.
د لالی په نامه یاد کس چې زموږ د موندنو له مخې مستعار نومی دی، تر اوسه نه دی نیول شوی. دغه کس مېرمنې په بیه له کورنیو څخه اخلی او بیا یې په موسمی ډول بېلابېلو ولایاتو کې په ښکلیو لباسونو سوال او نورو اخلاقی فساد ته اړ باسی، چې ننګرهار یې د ژمی دوو میاشتو (قوس او جدی) لپاره ځای دی.
د سوالګرو تر چتر لاندې د مېرمنو دغه ډول غیر قانونی استعمال او اخلاقی فساد په اړه مو د ترلاسه شویو موندنو ځینې برخې د ننګرهار ولایتی ادارې ویاند عطاءالله خوګیاڼی سره شریکې کړې. نوموړی هم په دې برخه کې شته موضوعات تأیید کړل.
خوګیاڼی وایی: “په دې برخه کې پر اخلاقی فساد سربېره د امنیتی او استخباراتی ستونزو اندېښنې هم شته، چې د مخنیوی لپاره یې د ولایت مقام له لوری یو کمېسیون ټاکل شوی، یاد کمېسیون به هغو کسانو ته چې اړ وی، کاری فرصتونه برابر کړی او هغوی چې نورې موخې ولری، تر نظارت لاندې به ونیول شی.”
د ننګرهار څانګې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون کې د مېرمنو د ملاتړ د برخې مسؤولې زهره رحمانی ته چې د ګهیځ د موندنو پایلې مخته کېښودل شوې، ژمنه یې وکړه چې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون به د ۱۴۰۰ لمریز کال خپله کلنۍ څېړنه، په بشپړ ډول د ګهیځ له لوری پر دغې شوې څېړنې ترسره کړی.
نوموړې زیاتوی: “د بشری حقونو خپلواک کمېسیون به په دې برخه کې د یوه کال په موده کې هر اړخیزه څېړنه ترسره کړی او په دغه قضیه کې ښکېل ټول کسان به عدلی او قضایی ارګانونو ته وروپېژنی.”
په افغانی ټولنه کې چې ۹۹ سلنه خلک یی مسلمانان دی، نافذه قوانین او کلتور یی د دا ډول کړنو اجازه نه ورکوی، دا ډول کړنې نه یوازې پدې دندو کې د ښکیلو مېرمنو لپاره تیاره راتلونکی لری او په یوه اسلامی ټولنه کې د اخلاقی فساد د خپرولو له امله، د ټولنې له خوا منفورې ګرځی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.