کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانی سرې میاشتې ټولنې د هېواد دوو روغتونونو ته ۴۸ تنه هغه ماشومان ورپېژندلی، چې د سوری زړه په ناروغۍ اخته دی.
د مسوولینو په خبره د دغه شمېر ماشومانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت افغانی سرې میاشتې ټولنه ورکوی.
دوی زیاتوی چې اوس مهال شاوخوا ۱۲ زره نور ماشومان چې د سوری زړه په ناروغۍ اخته دی، له دوی سره ثبت او عملیاتو ته انتظار کوی.
دغه ټولنه زیاتوی، چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې یې ۱۷۷۱ دغه ډول ناروغان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلی، چې له ډلې یې ۱۵۰۰ روغ شوی او پاتې نور یې لا هم تر درملنې لاندې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ