د مهترلام ښاروالۍ له ریکشا چلوونکو نا قانونه پیسې اخلی

د مهترلام ښاروالۍ له ریکشا چلوونکو نا قانونه پیسې اخلی
راپور : آرین مهر
د لغمان ولایت اړوند د مهترلام ښاروالۍ کارکوونکی د ریکشا چلوونکو څخه پرته له اسنادو پیسې اخلی، دا په داسې حال کې ده، چې ددې ولایت ډېر شمېر خلک له همدې ریکشا چلولو له لارې خپلو کورنیو ته نفقه برابروی.
د ریکشا چلوونکی د ښاروالۍ د کارکوونکو له باج اخیستنې شکایت لری او وایی چې له مونږ څخه هره ورځ څلور تنه د ښاروالۍ د کارکوونکو په نوم له اسنادو پرته، له دوی څخه په دوه ډوله پیسې اخلی.
یو ډول یې په ورځ کې دېرش افغانۍ چې اکثره له هر ډول پارچې او سند پرته وی او کله ناکله بیا پارچې هم ورکوی، بل ډول یې بیا په ورځ کې پنځه افغانۍ له هرې ریکشا نه اخلی چې د مهترلام د ښاروالۍ په وینا د ولایت د لایحې مطابق دی خو هغه هم له پارچې اخیستل کېږی.
بل اړخ ته د لغمان د ترافیکو اداره وایی چې یوازې په مهترلام ښار کې تر(۲۰۰۰) زیاتې ریکشا ګانې چلېږی چې که دا ټولې پیسې د ورځې د دېرش افغانیو له حسابه وشمېرو نو(۶۰۰۰۰) افغانۍ راټولېږی، او او د هرې ریکشې نه د پنځو افغانیو له حسابه د ورځې (۱۰۰۰۰) افغانۍ کېږی، خو دا څرګنده نده چې آیا دا ټول عواید د مهترلام ښاروالۍ ته ځی که شخصی جیبونو ته.
احمدالله چې د مهتر لام ښار په عصمت چوک کې ریکشا چلوونکی دی، پدې هکله وایی: “مونږ له مجبوریته ریکشا چلوو، داسې وخت هم راځی چې مونږ په لس افغانۍ له عصمت چوک نه تر یونس چوکه پورې ځو، او د ښاروالۍ کسان هم له مونږ سره هم ناسم چلند کوی او سربېره په ورځ کې پنځه افغانۍ یو او د ورځې دېرش افغانۍ نورې رانه اخلی.”
په مهتر لام ښار کې یو بل ریکشا چلوونکی وویل: “که چېرې مونږ ترافیک او د ښاروالۍ کسانو ته پیسې ورکړو نو مونږ ته څه نه وایی او که یې ورنکړو نو د وهلو او ناسم چلند حتا وېښتانو ته د لاس اچولو سربېره مالی زیانونه هم را اړوی.”
هغه د خپلې ریکشا اشاره راوښوده چې د ښاروالۍ کارمند، هغه ته د پیسو نه ورکولو له امله ماته کړې وه.
بل خوا په مهترلام ښار کې د یوې مدنی ټولنې غړی چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی، وایی چې له دومره عوایدو نه چې حساب شول، د ورځې ۷۰۰ نه تر ۱۰۰۰ افغانیو د دولت خزانې ته ځی او نور ټول شخصی جیبونه پرې ډکېږی.
د عصمت چوک په ساحه کې دوه تنه دوکانداران ضیا‌ء الحق او ګلاب نور د ښاروالۍ د کسانو لخوا د پیسو اخیستلو شاهدان دی او وایی چې هره ورځ دلته د ښاروالۍ په نوم له ریکشا چلوونکو څخه پیسې اخیستل کېږی او که څوک یې ورنکړی نو ورسره ناسم چلندکېږی.
یو تن ریکشا چلوونکی شاهدالله ددې کسانو د هویت په هکله وایی: د دوی شمېر څلورو تنو ته رسېږی، چې د خواجه صاحب اوسېدونکی او د ملک عطا‌‌‌ء الله زامن دی.
پدې هکله د ترافیکو د آمریت سرپرست آمر سمونیار حکمت الله وویل: ښاروالۍ په ورځ کې له هرې ریکشا نه د ورځې پنځه یا لس افغانۍ د مالیاتو حق لری او ترافیک یوازې د تخلف په صورت کې د سلو نه نیولې تر پنځه سوو پورې پارچې ورکوی.
هغه د دېرش افغانیو د ټکس څخه د ناخبرۍ په ښودلو سره وویل چې مونږ به له ښاروالۍ او ریکشا والاو نه پدې اړه څېړنه وکړو.
خو په ورته وخت کې د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیر فضل ربی ساپی بیا وایی: مونږ د لایحې بر بنسټ له هر رکشه چلوونکی د ورځې پنځه افغانۍ اخلو، چې د ولایت د مقام لخوا دا لایحه ټاکل شوې، او د دېرش افغانیو ټکس نه یې ځان ناخبره وښود.
ساپی زیاته کړه چې کېدای شی دا پیسې د بازار رئیس د تجایی په نوم له ریکشا والو واخلی، خو د مهترلام ښار اړوند د بازار له رئیس حاجی ولی سره تر پرله پسې اړیکو سره سره ونه توانېدو، تر څو په دې اړه یې نظر واخلو.
د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیر ښاغلی فضل ربی ساپی ددې پوښتنې په ځواب کې چې ددې عوایدو د اخیستلو مسؤولیت څوک لری او د ورځې څومره عواید د دولت بودیجې ته راځی وویل:
ددې عوایدو د ټولولو مسؤولیت د فهیم په نامه د ښاروالۍ کارکوونکى دى او همدارنګه د ورځې دوه ﺯره او پنځه سوه افغانۍ د دولت بودیجې ته ځی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.