کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۲ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی “ټام وېسټ” د داعش ډلې د خراسان څانګې پر وړاندې د افغانستان د اوسنی حکومت مبارزه ستایلې ده او هغه یې بریالۍ ګڼلې ده.
“ټام وېسټ” چې د څېړنو او تحقیقاتو په یوه امریکایی مرکز کې یې وینا کوله وویل چې په تېرو دوو کلونو کې افغان اوسنی حکومت دلته د داعش اته مهم مشران له منځه وړی دی او په وینا یې دغه نظامی عملیاتو د داعش د فعالیتونو کچه راټیټه کړې ده.
ټام ویست په داسې حال کې چې اوس مهال یې په افغانستان کې داعش یا اسلامی دعوت ډله یوه جدی ګواښ وګڼلو له اوسنی افغان حکومت یې مننه وکړه چې د هغې په ځپلو کې یې جدی ګامونه پورته کړی دی.
د یادونې ده چې داعش ډلې له کله نه چې په افغانستان طالبان بیا واکمن شول دلته د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.
ټام وېسټ ومنله چې د ۲۰۲۳ کال له پیل را پدیخواه د طالبانو نظامی عملیاتو په افغانستان کې د داعش لږ تر لږه اته مهم غړی له منځه تللی دی او دده په وینا د افغان حکومت دوامداره او درنو نظامی بریدونو د داعش ډلې قوت په جدی توګه کم کړی دی.
د نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځی چې روانه اونۍ د امریکا دوو لوړپوړو چارواکو اعلان وکړ چې په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې ډلې بیا راپورته کېدل ناشونی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ