کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلی، چې د هېواد په بازارونو کې د افغانیو د دودولو په موخه د افغانستان بانک له اقدامه هرکلی کوی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه دغه راز د نویو بانک نوټونو چاپېدل او د زړو پیسو د راټولولو لپاره بازار ته د هغو وړاندې کېدل، یو ګټور ګام ګڼی.
د دې خونې د دارالانشاء رییس زیاتوی، چې دغه پیسې د نړۍ د یوې مشهورې کمپنۍ له لوری چاپ شوی دی او ډېره برخه یې افغانستان ته رالېږدول شوې ده.
که څه هم د افغانستان بانک د سرپرست حکومت د چارواکو په لاسلیک سره د نویو بانک نوټونو د چاپ په تړاو څه نه دی ویلی، خو دغه نوې چاپ شوې پیسې د دغه بانک لخوا د هېواد بازارونو ته را ایستل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ