د لغمان د ولایتی روغتون ځینی ډاکتران د درملو له شتون سره سره، ناروغان د بازار درملتونونو ته لېږی

د لغمان د ولایتی روغتون ځینی ډاکتران د درملو له شتون سره سره، ناروغان د بازار درملتونونو ته لېږی
راپور: سونیکا
په داسې حال کې چې د لغمان ولایتی روغتون مسؤولین وایی چې دوی د درملو کمښت نلری، خو هره ورځ لس هاوو ناروغان بیا هم د ورکړل شویو نسخو د درملو اخیستو لپاره بازار ته اړتیا لری، خو د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست بیا وایی چې دوی داسې شکایت یا اسناد ندی ترلاسه کړی چې ډاکتران دې دا کار قصدی وکړی.
فریده یوه له هغو ناروغانو ده، چې د بېوزلۍ له امله حتا د لارې کرایه هم نه لری خو د لغمان ولایتی روغتون ډاکترانو ورته ویلی چې باید خپل درمل له بازاره واخلی.
نوموړې وایی: “که وس مې درلودای شخصی روغتون ته به تلم؛ خو وس یې نه لرم له مجبوریت نه دولتی روغتون ته راغلې یمه خو دلته هم دوی درمل نه راکوی.”
سهیل یو بل ناروغ دی چې د مهترلام ولایتی روغتون ته د خپلې ناروغۍ د علاج لپاره راغلی دی، دده په وینا د دواخانې مسؤولین درمل نه ورکوی او تریخ چلند هم ورسره کوی.
عبدالله یو ناروغ ماشوم دی چې شا اوخوا لس کاله عمر لری، مورکۍ یې د درملنې لپاره نوموړی روغتون ته راوستې، خو بېرته د نسخې سره شخصی درملتون ته روان دی.
د عبدالله مور وایی چې: “زوی مې سینه و بغل دی، د تبې له زوره په لاره نشی تللی، پلار یې هم فلج دی او کورکې راته پروت دی، دلته مې زوی د غریبۍ له وجې راوستی خو اوس مجبوره یمه چې دوا له شخصی درملتون څخه واخلم، دوی درمل هم نه راکوی او پټکې هم کوی.”
د ګهیځ ټیم د لغمان د ولایتی روغتون داسې نسخې هم موندلې دی چې ډېر عادی درمل؛ لکه: اموکسیل او پارستامول لیکل شوی؛ مګر ناروغان ددې درملو د رانیولو لپاره بازار ته روان دی.
بل اړخ ته د لغمان د روغتیا ریاست د چارواکو په وینا د هلت نت نړیواله صحی اداره ددې روغتون او د لغمان کلینیکونو ته د درملو اکمال په غاړه لری چې ډېر کم داسې پېښېږی چې د درملو له کمښت سره مخ شی.
دغه چارواکی وایی چې هره ورځ تر ۸۰۰ ناروغانو پورې مراجعه کوی چې له درملنې وروسته مرخص کېږی.
د مهترلام ولایتی روغتون سرطبیب ډاکټر محمد صدیق سمسور پدې هکله وایی: “مونږ یوازې د ځینو اساسی درملو له کمښت سره مخ یو او نور درمل پوره موجود دی چې د درملو مسؤول وحیدالله الکوزی یې د مشخص تقسیم اوقات له مخې د روغتون په درملتون کې د ناروغانو په اختیار کې ږدی.”
په لغمان ولایت کې د “هلت نت” مؤسسې رئیس ډاکټر همایون زهیر هم د لغمان د ولایتی روغتون سره د درملو د مرستې په هکله وویل: “مونږ د بستری ناروغانو لپاره ۹۸ سلنه او د بېړنیو او سراپا ناروغانو لپاره له ۵۰ تر شپېته سلنه درمل لرو او وخت پر وخت ددې پروسې څارنه کوو.”
دا چې د لغمان ولایتی روغتون د دوا له کمبود سره ندی مخ او د هلت نت مؤسسې مسؤولین هم ددې پروسې نظارت کوی، نو بیا ولې ناروغان خپل درمل له بازار څخه اخلی؟ ځکه ناروغان تل شکایت لری چې ځینې ډاکټران دوی په بازار کې مشخصو درملتونو ته لېږی او وایی چې دا درمل په فلانی درملتون کې پیدا کېږی.
پدې اړه د مهترلام ښار له بېلابېلو شخصی درملتونونو د مسؤولینو سره تر خبرو وروسته معلومه شوه چې دوی ته د ولایتی روغتون نه هره ورځ تر څلوېښتو زیاتې نسخې رالېږل کېږی او په هره نسخه کې له ۱۵ نه تر ۲۰ افغانیو ګټه ډاکټر ته ورکول کېږی، پدې حساب که د ورځې ۴۰ ناروغان لدې شخصی درملتونونو څخه درمل واخلی او په هره نسخه کې ۱۵ افغانۍ ګټه ډاکټر ته ورکړل شی نو د ورځې شپږ سوه افغانۍ کېږی.
د مهترلام ولایتی روغتون د ننه هم درملتون شته او له روغتون څخه بهر هم درملتونونه موجود دی چې د روغتون له رسمی درملتون څخه اکثر ناروغان د وړیا درملو د نه ترلاسه کولو په صورت کې درمل رانیسی.
پداسې حال کې چې د افغانستان د اساسی قانون د ۵۲ مادې له مخې دولت مکلف دی چې د هېواد ټولو اتباعو ته د وړیا درملنې زمینه مساعد کړی، همدارنګه د عامې روغتیا وزارت لایحې د دوهمې مادې پر اساس دا اداره پدې مکلفه ده چې د دولتی امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې لومړنۍ او متوسطه درملنه د طبیعی پېښو ناروغانو او کتلوی ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړی، مګر داسې ښکاری چې ځینې ډاکټران د خپلو شخصی ګټو او هغې فیصدۍ ترلاسه کولو لپاره چې شخصی درملتونونه یې دوی ته ورکوی، ناروغان بازار او شخصی درملتونونو ته د درملو اخیستلو لپاره لېږی.
بل اړخ ته د لغمان ولایت د عامی روغتیا رئیس ډاکټر معروف جلیلی د ګهیځ له خبریالې سره په خبرو کې وایی چې دوی د عامې روغتیا وزارت له خوا د هیلت نیت په نامه مؤسسې سره قرار داد لری تر څو دوی ته درمل او نور ضروری طبی توکی ورسوی.
ډاکتر معروف جلیلی وایی چې دوی هڅه کوی د مهترلام د دولتی روغتون ناروغان بهر ته د درملو اخیستلو ته اړتیا پیدا نکړی اما ورځنی او-پی ډی یا سراپا مریضان چې د دولتی روغتون کلنیک ته مراجعه کوی ګڼې ستونزې لری او کله ناکله دوی اړ کېږی تر څو ناروغان د درملو لپاره له روغتون نه بهر ولېږی.
د لغمان ولایت د عامې روغتیا رئیس دا نه منی چې د لغمان دولتی روغتون ځینې ډاکټران دې په قصدی ډول ناروغان د درملو اخیستو لپاره په بازار کې مشخصو درملتونونو ته ولېږی او وایی چې تر اوسه چا ورته پدې اړه شکایت ندی کړی.
ډاکتر معروف جلیلی زیاتوی:” مونږ د قانون په چوکاټ کې د خصوصی سکتور څخه ملاتړ ته ژمن یو، خو داسې نه چې مونږ د هغې لپاره قانون مات کړو.”
ښاغلی جلیلی وایی که هر څوک پدې اړه ثبوت او شواهد لری چې د لغمان د ولایتی روغتون ځینې ډاکتران، ناروغان له روغتون څخه بهر مشخصو درملتونونو ته لېږی او هغه درمل چې په روغتون کې شته، پر دوی له بازار نه اخلی، دلته دې راشی او مونږ ته دې شکایت وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.