کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم دروازه نن نهمه ورځ ده، چې د هر ډول تګ – راتګ او ټرانزیټ پر مخ تړلې ده.
یو شمېر ځایی سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلی، چې د دې دروازې د تړلو له امله د دواړو غاړو اوسېدونکی، سوداګر او مسافر له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
ځایی افغان مسوولینو له خلکو غوښتی، چې پر دغې لارې دې د تلو – راتلو په موخه د لارې خلاصون تر خبرتیا پورې د سفر نیت ونه کړی.
تر اوسه پاکستانی لوری د دغې لارې د خلاصون په اړه رسما څۀ نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ