لۀ کندهاره بهرنیو مارکېټونو ته تر دې مهاله څه باندې ۱۵ زره ټنه انګور صادر شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلی، چې بهرنیو مارکېټونو ته تر دې مهاله څه باندې ۱۵ زره ټنه انګور صادر شوی، چې له درکه یې سوداګرو ته اته میلیونه ۶۵۰ زره ډالره لاس ته ورغلی دی.
د یاد ولایت کرنې ریاست سږ کال په کندهار کې د ۲۷۳ زره ۶۰ ټنو انګورو د حاصلاتو اټکل کړی دی.
د کندهار د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، تېرکال له کندهاره د ۸ میلیون ۹۹ زره امریکایی ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته انګور صادر شوی وو.
انګور د افغانستان د مېوو د تولید لویه برخه جوړوی او د کرنې وزارت د معلومات له مخې، هېواد کې هرکال نږدې ۹ لکه ټنه انګور تولیدیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.