کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو په صادراتو کې کموالی راغلی دی.
د راپور پر بنسټ، د زعفرانو یو شمېر کاروباریان د ویزې اخیستنې په برخو کې ستونزې او پر بانکونو محدودیتونه، هغه لاملونه په ګوته کوی، چې پر دغه بهیر یې منفی اغېز کړی دی.
له دې سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، د روان هجری لمریز کال په دریو لومړیو میاشتو کې د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت، زعفران د نړۍ ګڼو هېوادونو ته صادر شوی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اټکل کړی، چې په روان لمریز کال کې به څه باندې ۲۳ زره ټنه زعفران د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شی.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې د زعفرانو د کرکیلې د دودولو او پراختیا په موخه یې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۰۰ کروندګرو ته د کرنیزو ښوونیزو پروګرامونو بهیر پیل کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ