د لغمان بادپښ ولسوالۍ ښوونځیو کې ښوونکی په نوبت درسونو ته حاضرېږی

د لغمان بادپښ ولسوالۍ ښوونځیو کې ښوونکی په نوبت درسونو ته حاضرېږی
راپور: محمد ګلاب ابراهیمی
د ګهیځ موندنې ښیی چې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ښوونکی په میاشتو میاشتو خپلو صنفونو ته نه حاضریږی او حاضری نه لاسلیکوی، خو خپل معاش په منظم ډول تر لاسه کوی.
د ګهیځ خبریالانو داسې اسناد تر لاسه کړی چې ښکاروی د یادې ولسوالۍ په ښوونځیو کې ځینو ښوونکو په میاشتو میاشتو حاضری نه ده لاسلیک کړې او د امضاء ټولې خانې یې سپینې دی.
بل خوا د دې ولسوالۍ اوسېدونکی هم د لغمان د پوهنې پر ریاست نیوکه کوی او وایی ددې ولسوالۍ په ښوونځیو کې پر دندو ګومارل شوی ښوونکی په میاشتو او جمعو له دندو غیر حاضر دی او د یادې ولسوالۍ ماشومان همداسې نا لوستی لوییږی.
د بادپښ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عزت الله د ګهیځ له خبریال سره په مرکه کې وایی چې په نوموړې ولسوالۍ کې ښوونکو نوبت اېښی، یوه جمعه یو ښوونکی حاضری ورکوی او بله جمعه بیا هغه ځی او بل ښوونکی حاضری ورکوی.
نوموړی شکایت کوی چې دلته ښوونکی د دې پر ځای چې هره ورځ حاضری ورکړی، شاګردانو ته د یوه منظم پلا له مخې درس ورکړی، یوازې د حاضرۍ لپاره راځی او بېرته ته خپلو کورنو ته ورځی، داسې هم کېږی چې میاشت میاشت نه وی خو حاضری یې همداسې خالی وی او څوک یې نه غیر حاضروی.
عزت الله وایی که دا حالات همداسې دوام وکړی نو پدې باید پوه شو چې د بادپښ ولسوالۍ په سلګونه زده کوونکی به نالوستې پاتی وی.
نوموړی د لغمان له ولایتی ادارې غواړی چې پدې برخه کې عاجل اقدام وکړی او د نوموړې ولسوالۍ په ماشومانو دې زړه وسوزوی او زیاتوی چې:”د بادپښ ولسوالۍ ښوونځیو ته په واسطو ښوونکی راغلی، په میاشتو میاشتو نه وی، کله چې راشی په یوه ورځ ټوله حاضری امضاء کوی او په هماغه ورځ بېرته خپلو کورنو ته ځی…”
عزت الله همدارنگه زیاتوی چې : “معلمانو په مکتب کې نوبت اېښی، کله یو معلم راځی حاضری امضا کړی کله بل، زموږ غوښتنه له والی او پوهنې رئیس څخه لرو چې زموږ د بادپښ ولسوالۍ په ماشومانو زړه خوږ کړی.”
د بادپښ ولسوالۍ د قومی شورا رئیس محبوب شاه هم دا تأییدوی چې د نوموړې ولسوالۍ د ښوونځیو ښوونکی یوازې د حاضرۍ امضاء کولو ته ورځی.
نوموړی وایی چې بادپښ ولسوالۍ کې د مهترلام ښار وګړی د ښوونکو په توګه ګومارل شوی دی، همدا لامل دی چې په نوبت حاضری ورکوی، په داسې حال کې چې دا د قانون خلاف کار دی.
دوی دا کار د بادپښ ولسوالۍ له ولسونو او ماشومانو سره لوی ظلم ګڼی او پر ولایتی ادارې غږ کوی چې مخنیوی یې وکړی.
قومی مشر محبوب شاه وایی : “د بادپښ ولسوالۍ معارف له زوال سره مخ ده، زموږ د ماشومانو راتلوونکی له تباهۍ سره مخ دی، ښوونکی چې نه وی زده کوونکی چاته لاړ شی؟ له چا زده کړه وکړی؟ ”
د بادپښ ولسوالۍ یو تن قومی ملک بیا پدې ولسوالۍ کې بېخی د معارف له شتونه نه منکر دی او زیاتوی چې خالی دېوالونه شته نور هر څه ختم دی.
ملک بمبارد د دې سیمې یو تن پېژندل شوی قومی مشر دی، دی وایی د بادپښ ولسوالۍ له خلکو سره هر ډول ظلم شوی خو اوس په زده کړه کې هم ورسره ظلم کېږی.
نوموړی زیاتوی چې موږ په داسې ښووونکو باندې څه وکړو چې په میاشتو میاشتو نه وی، صرف حاضرۍ ته راشی د یوې میاشتې حاضری امضاء کړی او بېرته لاړ شی.
خو بل خوا بیا د لغمان د پوهنې رئیس عبد الله حمیدی، ددې ستونزې په اورېدو د ښوونکو د بې غورۍ په اړه د جدی اقدام خبره وکړه او زیاته یې کړه چې تر دې وروسته به د دې ډول ښوونکو په اړه جدی تصمیم ونیسی.
حمیدی وویل هېڅ یو ښوونکی د دې حق نلری چې په نوبت دنده ترسره کړی یا هم غیر حاضر اوسی، قانون باید په ټولو وګړو یو شان تطبیق شی.
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس زیاتوی چې باد پښ یوه لیرې پرته او نا امنه ولسوالی ده، که څه هم د پوهنې ریاست اړوند د څارنې پلاوی غړی په کال کې درې ځله دلته د نظارت پروسه پر مخ وړی، خو بیا هم د ددغې ولسوالۍ په اړه یې تر اوسه داسې څه نه و پیدا کړې لکه د ګهیځ خبریالانو چې اسناد پیدا کړی.
عبدالله حمیدی وایی: ” په طرزالعمل کې داسې څه نشته چې ښوونکی دې په نوبت دنده ترسره کړی، دوی باید هره ورځ حاضری ورکړی.”
د پوهنې رئیس ژمنه وکړه چې همدا نن به د نظارت غړو ته دنده ورکړی تر څو دا پېښه وڅېړی، اړونده ښوونکو ته به ددې جزا ورکړل شی او له دندو به ګوښه شی.
ښاغلی عبدالله حمیدی وایی: “موږ ته داسې ښوونکی پکار دی چې زده کوونکی وروزی نه داچې یوازې معاش ته ناست وی، موږ په بادپښ کې یوه ستونزه لرو چې هلته له دولسم نه تر فارغ پورته خلک نلرو ،دا ښوونکی ټول د مرکز اوسېدونکی دی ځکه خو یې دا مشکل ایجاد کړی دی. ”
د یادونی وړ ده چی په بادپښ ولسوالۍ کې ټول اووه ښوونځی فعال دی چې ۴ لیسې او ۳ لومړنی ښوونځی دی، همداراز پدې ولسوالۍ کې دوه محلی ټولګی هم شته چې پدې ټولو کې ۲۰۶۹ تنه زده کوونکی زده کړې کوی چې بیا لدې ټولو نه ۳۹ تنه یې ښځینه دی.
د معلوماتو له مخې ددې ښوونځیو او زده کړو مرکزونو کې ټول ۸۱ تنه استادان تدریس کوی چې دم ګړۍ یې برحاله ۶۱ تنه په سیمه کې شته دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.