د لغمان په مرکز کې مدنی فعالان او ولسی وګړی د چاپېریال ساتنې ریاست په فساد تورنوی
راپور: محمد عزیز تلاش
د لغمان ولایت مرکز اړوند چهلمټی سیمه کې کلالان په بټۍ ګانو کې ټایرونه او ربړی توپان سوځوی، خو د چاپیریال ساتنې ریاست یې مخنیوی نه کوی خو د سیمی اوسېدونکی بیا د چاپیریال ساتنې ریاست په فساد تورنوی او وایی چې له دغو کلالانو څخه په پټه پیسې اخلی.
په یاده سیمه کې د بوټانو او ټایرونو د رابړ سوزونې له امله ډېر زیات لوګی خور وی او ددې سیمې اوسېدونکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکی وایی چې موږ څو ځلی د لغمان ولایت د چاپیریال ساتنې له ریاست سره دا موضوع شریکه کړې، خو دغه ریاست بیا هم د ټایرونو د سوزولو مخنیوی ونه کړ. دوی په ورته وخت کې دغه ریاست په فساد تورنوی او وایی چې د چاپیریال ساتنې ریاست له کلالانو پیسې اخیستی او په بدل کې یې دوی ته په بټۍ ګانو کې د ټایرونو سوزولو اجازه ورکړې ده.
د سیمې دا اوسېدونکی وایی چې زموږ د ډېرو شکایتونو سره سره بیا هم د چاپیریال ساتنې ریاست له کلالانو سره جوړجاړی کړی او دوی ته یې د پیسو په بدل کې اجازه ورکړې چې په بټۍ ګانو کې ټایر او ټیوب وسوزوی.
د چهلمټی یو تن اوسېدونکی زین الدین وایی چې هره ورځ دلته کلالان د مازیګر له خوا نه په بټۍ ګانو کې ټایرونه سوزوی چې د شپې تر ناوخته یې ډېر زیات لوګی پر فضا خور وی او فضا توره تیاره وی چې موږ ترې ډیر زیات په عذاب یو.
زین الدین زیاتوی چې ددې لوګی له امله نه یوازې ماشومان چې لوی او واړه ټول ناروغېږی او زیاتوی چې دوی دا موضوع د چاپیریال ساتنې له ریاست سره شریکه کړې، یاد ریاست کلالانو ته وویل چې باید لوخ او لرګی وسوځوی او دوی هم یو څو ورځې دا کار وکړ، خو بېرته یې همدا ټایرونه او رابړونه سوزول پیل کړل.
د چهلمټی سیمې دغه اوسېدونکی زیاتوی چې بیا وروسته کلالانو له دغه ریاست سره څه جوړ جاړی وکړ او ریاست دوی ته د پیسو په مقابل کې اجازه ورکړه چې دوی کولای شی له څلورو بجو وروسته په بټۍ کې ټایرونه وسوزوی.
نوموړی زیاتوی چې: “دا دچاپیریال ساتنې ریاست مسؤولیت دی چې باید د ټایرونو د سوزولو مخه ونیسی، دا چې مخه یې نه نیسی نو دوی خپله په دې فساد کې ښکیل دی، دوی له کلالانو نه پیسې اخیستې دی او هغوی ته یې اجازه ورکړې چې د مازیګر له خوا ټایرونه وسوزوی.”
د دې سیمې یو بل تن سپین ږیری اوسیدونکی صدیق وایی چې د دې ټایرونو دود موږ ته ډېر زیات ضرر رسوی. دی وایی دلته اداری فساد موجود دی او قانون نه تطبیقیږی.
نوموړی زیاتوی: “دلته فساد موج وهی او قوانین تر پښو لاندې کېږی او پیسې د قانون مخنیوی کوی او قوانین نه پلی کېږی، د چاپیریال ساتنې ریاست پیسې اخیستی دی چې اوس یې مخنیوی نه کوی. دغه ریاست باید د ټایرونو سوزولو مخه ونیسی ځکه چې ډېر زیات ضرر لری.”
اسدالله هم د همدې سیمې اوسېدونکی دی، دی هم وایی چې دغه لوګی ډېر زیات ضرر لری او موږ ترې ډېر په عذاب یو، دا ددې ټولو کلیوالو نیوکه ده ځکه چې ټولو کلیوالو ته یې ستونزه جوړه کړېده .
دی وایی د چاپیریال ساتنې ریاست باید ددې مخنیوی وکړی، ځکه دا د دوی مسؤولیت دی، یا دې کلالانو ته قناعت ورکړی چې ټایرونه ونه سوزوی او یا دې بل ځای ورته وټاکی چې هلته خپل کار مخ ته بوزی.
نوموړی زیاتوی: “د ټولو کلیوالو نیوکه همدا ده چې د چاپیریال ساتنې ریاست ولې د ټایرونو او ربړونو د سوزولو مخه نه نیسی، ټول کلیوال وایی د چاپیریال ساتنې ریاست فساد کړی او له کلالانو څخه یې پیسې اخیستې دی او ور ته یې اجازه ورکړې ده.”
اسد الله زیاتوی چې په ښکاره خو یو ریاست هم پیسې نه اخلی، پیسې خو په پټه اخیستل کېږی، هغه که هره اداره وی.
احسان حمیدی د همدې سیمې یو تن ټولنیز فعال دی، دی وایی چې د چهلمټی سیمه ډېره پراخه ساحه ده چې څو کلی لری، چې په منځ کې یې کلالان هم ژوند کوی او شاوخوا درې زره کورنۍ په دې سیمه کې ژوند کوی چې د دې ټایرونو سوزولو له لوګی نه په عذاب دی.
حمیدی زیاتوی: کلالان دلته خټین لوښی جوړوی او دا لوښی په بټۍ کې پخوی، چې په بټۍ کې له ټایرونو او ربړی ټیوپونو ګټه اخلی او له همدې امله ټول کلیوال ترې ډیر په عذاب دی.
حمیدی هم په همدې نظر دی چې کله د چاپیریال ساتنې ریاست د ټایرونو سوزولو مخه نه نیسی، نو ښکاره ده چې دوی له کلالانو نه پیسې اخلی او کلالانو ته یې اجازه ورکړې چې ټایرونه وسوزوی.
بل خوا یو شمېر کلیوال ادعا لری چې دا ستونزه یې د لغمان له چاپیریال ساتنې ادارې سره شریکه کړې وه، خو یادې ادارې په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړی، ځکه نو دوی په هغو آوازو کې صداقت ګوری چې پدې اړه د شته فساد خبره کوی.
د مهترلام ښار یو تن ټولنیز فعال عبدالرازق اخندزاده چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې فعال دی، وایی چې موږ ته د چهلمټۍ د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو له لورې اطلاع ورسیده او دوی شکایت وکړ، چې په دې سیمه کې کلالان په بټۍ کې ټایرونه سوزوی.
دی همدارنګه وایی چې کله کلیوالو دا موضوع د لغمان د چاپېریال ساتنې ریاست سره شریکه کړې وه، د یو څه مودې لپاره دا ودرول، خو وروسته بیا ریاست له کلالانو سره څه جوړجاړی وکړ او دوی ته یې بېرته اجازه ورکړه چې وروسته له څلورو بجو خپل فعالیت وکړی.
دغه ټولنیز فعال وایی چې کله کلیوال بیا یاد ریاست ته لاړل او موضوع یې ورسره شریکه کړه نو د ریاست چارواکو ورته ویلی وو چې زموږ مسؤولیت تر څلورو بجو پورې دی او له څلورو بجو وروسته زموږ رسمیات ختمیږی او موږ په دې اړه مسؤولیت نه لرو.
بل خوا د چاپیریال ساتنې یو کارپوه او د لغمان پوهنتون د زراعت پوهنځی استاد سیار صداقت وایی، چېرته چې ټایر او ټیوپ سوزول کېږی او لوګی یې فضا ته پورته کېږی او بېرته مځکې ته راځی دا ټول مرض دی او ډول ډول ناروغۍ ترې پیدا کېږی، د سیمې ښکلا خرابوی، چاپیریال ککړوی او نباتاتو ته هم زیان رسوی او حشرات چې د نباتاتو او حیواناتو لپاره ګټور دی هغه هم له منځه وړی.
اما ددې ټولو سره سره د لغمان ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس احمد جاوید نور بیا په داسې حال کې چې له کلالانو څخه د رشوت اخیستو په اړه د خپل ریاست پر ځینو کارکونکو شک کوی وایی چې دوی به تر دې ورروسته یو ټیم جوړ کړی چې د شپې لخوا هم ددې بټیو څارنه وکړی او د ټایر او ټیوپ د سوزولو مخنیوی وکړی.
نوموړزی زیاتوی چې : “کلالی د لغمان لپاره یو ښه صنعت دی او موږ داسې نشو کولای چې دلته ددې صنعت بېخی مخنیوی وکړو خو بیا به هم موږ په دې اړه جلسه ونیسو چې بدیله لار ورته پیدا کړو تر څو دوی د ټایر او ټیوپ پرځای بل څه وسوزوی.”
احمد جاوید نور له کلالانو سره د دوی د ریاست د کارکونکو لاس لرل او په بدل کې یې له هغوی نه د ټایر او ټیوپ سوزولو په بدل کې د پیسو اخیستو په اړه وایی: “زه دا نه وایم چې مونږ فرښتې یو دا کار امکان لری، زموږ کارکوونکی انسانان دی او له خطاوو نه خالی نه دی، زه دا سل فیصده نه ردوم.”
خو په ورته وخت کې د خپل ځان او ریاست مقام په اړه ټینګار کوی چې دی پداسې یوه معامله کې لاس نه لری.
دلغمان ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس وایی: ” زموږ لومړنۍ طرحه دا وه چې دا بټۍ لرې ساحې ته انتقال کړو، تر څو کلیوال یې له لوګی نه په امان شی، خو کلالان وایی چې دوی سره په بټۍ کې ماشومان او د کورنۍ ټول غړی په ګډه کار کوی، ځکه دوی نشی کولای چې کور یې دلته وی او کار بل ځای کې وکړی.”
د لغمان چاپېریال ساتنې رئیس همدارنګه زیاتوی چې دوی وغوښتل تر څو د دوی بټۍ ته فلټر ولګوی خو دا چې د کلالانو بټۍ مؤقتی دی او دومره معیاری هم نه دی نو دوی ونشو کولای چې دا پلان تطبیق کړی.
که څه هم د لغمان د چاپېریال ساتنې رئیس نه په ښکاره له کلالانو څخه د پیسو اخیستو اعتراف کوی او نه دا موضوع په بشپړه توګه ردوی خو د کلی خلک او مدنی فعالان بیا دا استدلال کوی چې که چېرې د چاپېریال ساتنې ریاست له کلالانو پیسې نه وای اخیستې، نو ولې یې لومړۍ دغه دود او لوګی یو ځل پر کلالانو بند کړ خو بېرته یې ورته اجازه ورکړه.
مدنی فعالان او کارپوهان وایی چې د ټایر او ټیوپ سوزول نه یوازې انسانانو، بلکې نباتاتو، حیواناتو او حشراتو ته هم زیان رسوی، باید د چاپیریال ساتنې ریاست د ټایر او ټیوپ سوزولو مخه ونیسی او که یې مخه نه نیسی نو دا په دا معنا ده چې دوی فساد کړی او په فساد کې ښکیل دی.
خو د چاپیریال ساتنې رئیس بیا د فساد خبره ډېره نه منی او وایی کیدای شی چې د دوی د ریاست کارکوونکی د زړه سوی له امله له کلالانو سره څه جوړجاړی کړی وی، ځکه چې دوی هم انسانان دی.
گهیځ