زابل کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات زیات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل کرنې ریاست ویلی، چې د تېر کال په پرتله دې ولایت کې د نورو حاصلاتو ترڅنګ د انګورو باغونو وضعیت هم ښه و، چې له امله یې سږ کال کروندګر د انګورو له حاصلاتو خوښی څرګندوی.
په همدې حال کې یو شمېر کروندګر وایی، سږکال یې د انګورو حاصلات دوه او درې چنده زیات شوی، خو له حکومته غواړی چې ښه مارکېټ رامنځته او د سړو خونو سهولیت ورته جوړ کړی. انګور، انځر او بادام د زابل له عمده او اصلی حاصلاته شمېرل کیږی، چې سږ کال د نورو حاصلاتو ترڅنګ د انګورو باغونو هم ښه حاصلات ورکړی.
د زابل اتیا سلنه انګور کروندګر په کشمش او ممیزو بدلوی. کروندګر انګورو اوس شکوی، په کشمش خانو کې یې ځړوی او شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته یې د کشمشو په څېر بازار ته وړاندې کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.