کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۶ مه نېټه):
د راپورونه له مخې پاکستان کې د پرون ورځې په پرتله د یو لېټر پټرولو په بیه کې ۲۶ او د یوه لېټر ډېزلو په بیه کې ۱۷ کلدارې زیاتوالی راغلی.
د راپور پر بنسټ یاد هېواد کې نن یو لېټر پټرول نږدې ۳۳۲ کلدراې او یو لېټر ډیزل څه باندې ۳۲۹کلدارې خرڅیږی.
پاکستان کې د تېلو په بیو کې دغه تازه پرېکړه د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
پاکستان له لوړ انفلاسیون او د ارزی زېرمو له کمېدو سره مخامخ دی.
دې هېواد په جولای کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه درې میلیارده ډالر پور واخیست چې د اقتصادی ثبات په لور ګام واخلی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ