کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۶ مه نېټه):
د پاکستان ولسمشر عارف علوی نن په اسلام اباد کې د دغه هېواد د سترې محکمې قاضی “فایز عیسا” ته د دغه هېواد د نوی قاضی القضات په توګه سوګند ورکړ، چې د لوړې پر مهال د هغه مېرمن “سرینا عیسا” هم د هغه څنګ ته ولاړه وه.همدارنگه دلوړې په دغه غونډه کې د پاکستان د لنډمهالی صدراعظم انوار الحق کاکړ په ګډون یوشمېر لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.
قاضی فایز د پاکستان۲۹ ویشتم قاضی القضات په توګه د عمر عطا بندیال په تقاعدېدو سره د هغه ځای ناستی شو.
بل خوا پاکستانی رسنۍ پدې اند دی چې د نوی قاضی القضات فایز عیسا مخې ته ګڼ چیلنجونه مخې ته پراته دی چې پکې د ورکو شویو کسانو ستونزه، په سپریم کورټ کې د ۵۶،۰۰۰ قضیو هوارول، او سیاسی مقدمې او د ملکی او پوځی عدالتونو ترمینځ د ټکر موضوعات شامل دی.
قاضی فایز عیسا د پاکستان په بېلابېلو محکمو، مرکزی شرعی محکمې او ستره محکمه کې ۲۷ کاله د وکیل او قاضی په توګه کار کړی دی. نوموړی د ۱۹۵۹ کال د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه د بلوچستان په سرښار کوټه کې زېږېدلی دی او ویل کېږی چې د نوموړی کورنۍله افغانستان څخه هلته تللې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ