کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۷ مه نېټه):
وروسته له هغې چې تېره ورځ د کابل – جلال آباد لویه لار د غر ښوېدو له امله د ټرافیکو پرمخ بنده شوه، د ټولګټو چارو وزارت اعلان وکړ، چې هڅه کوی څو د ملی دفاع وزارت ۳۱۳ مرکزی قول اردو دوهمې پلې لېوا انجنیری ټیم په همکارۍ دغه لار هر څه ژر د ټرافیکو پرمخ پرانیزی.
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملی دفاع وزارت ۳۱۳ مرکزی قول اردو دوهمې پلې لېوا انجنیری ټیم له وسایطو سره یوځای سیمې ته رسېدلی دی.
د دوی په وینا د عمومی لارې تر خلاصېدو پورې بله فرعی لار جوړه او د مسافرو د تګ – راتګ لپاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.
مسوولینو د کابل – جلال آباد پر لار تلونکو – راتلونکو موټر چلوونکو ته سپارښتنه کړې، چې دوی دې په سروبی ولسوالۍ کې د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ لارې څخه کابل ته د تلو – راتلو برخه کې استفاده وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ