د کونړ د نجارۍ په فابریکه کې د فساد له امله تر (۸۰) تنو ډېر نجاران وزګار شوی دی

د کونړ د نجارۍ په فابریکه کې د فساد له امله تر (۸۰) تنو ډېر نجاران وزګار شوی دی
راپور: سپین غر
د ګهیځ موندنې ښیی چې د کونړ د نجارۍ په فابریکه کې د فساد له امله اوس مهال د کونړ له کنډه ګل او نېشګام سیمو څخه تیار جوړ شوی فرنیچر راوړل کېږی او د دغې فابریکې د تولید په نوم د هېواد نورو سیمو ته وړل کېږی.
د ګهیځ موندنې ښکاروی چې دغه کار ددې سبب شوی ترڅو په دې فابریکه کې په پخو موادو د خامو موادو بدلولو اړتیا لیری شی او له امله یې شا او خوا اتیا تنه وزګار شی.
بل خوا تر لاسه شوی معلومات ښکاروی چې د فابریکې مسؤولین د یوې دروازې، کړکۍ او نورو توکو په انتقال د ګاونډ ولایت ننګرهار تر مرکز جلال آباد چپرهار هډې پورې له (۴۰۰۰) زرو افغانیو نېولې بیا تر (۵۰۰۰)زره افغانیو پورې پېسې اخلی.
د رحمت ساحل محمد شرکت له خوا د کونړ د نجارۍ فابریکې په نامه جوړه شوې فابریکه د کونړ ولایت اسعدآباد ښار سره نېږدې د ډنډونو سیمه کې موقعیت لری چې د دوه زره شلم زیږدیز کال د جون په څلورویشتم یې د عملی تولید چارو پرانیسته وشوه. د هغه وخت د کونړ والی عبدالستار میرزکوال د پرانیستې په مراسېمو کې وویل چې د پوهنې، لوړو زده کړو او نورو وزارتونو ترڅنګ مې له کونړ ولس نه هیله ده چې خپل د اړتیا وړ توکی په دغه فابریکه کې جوړ کړی.
د حکومت د دغې طرحې له مخې هغو لسګونو نجارانو ته هم کار زمینه برابره شوه چې د اسعدآباد په ښار کې یې د نجارۍ کوچنۍ کارخونې لرلې.
خو اوس داسې ښکاری چې دې لړۍ ډېر دوام و نکړ، او دا دی هره ورځ په دغه فابریکه کې ګومارل شوی لسګونه نجاران د بېلابېلو ستونزو له امله خپله دنده پرېږدی او دا لړۍ ورځ تر بلې اوږدیږی.
د دغې فابریکې یو تن نجار محب الله چې تازه یې دنده پرې اېښې وایی: “دنده مې ځکه پرېښوده چې تنخوا یې نه راکوله، موږ سره یې دولس زره افغانۍ ژمنه کړې وه، ټول مې ورسره څوارلس میاشتې کار وکړ، او ماته یې یوه میاشت هم پوره روپۍ په خپل وخت ندی راکړې،بس هر وخت به مو مظاهره کوله او بیا به دوی مجبورېدل او معاش به یې راکاوه، چې هغه به هم پوره نه وو، اوس مې هم پېسې لا ورسره پاتې دی.”
دغه نجار وایی چې په دغه فابریکه کې ټول (۱۲۰) تنو نجارانو کار کاوه چې اوس (۴۵) کسان ایله ترې پاتې وی.
هغه زیاتوی چې د فابریکې مسؤولین په خلکو پاخه مواد له کنډه ګل او نېشګام څخه راوړی او په خپل نوم او د کرایې په اخیستلو یې د جلال آباد ښار تر چپرهار هډې پورې وړی، داسې چې د یوې کړکۍ، دروازې او یا بل توکی په انتقال له (۴۰۰۰) زرو پورته افغانۍ اخلی.
محب الله نجار وایی د کنډه ګل او نیشګام څخه په راوړل کېدونکو تیارو فرنیچرو کې د لویو چارواکو لاس دی او آن د راوړلو پر وخت یې هم دوی تر مخ یا شا روان وی.
یوه بل نجار اسماعیل چې تازه یې پدې فابریکه کې دنده پرې اېښې وایی: “ما په دې فابریکه کې ځکه کار پرېښود چې معاش به یې په خپل وخت نه راکاوه.”
دده په وینا پخوا په دې فابریکه کې ډول ډول توکی د کونړ له لرګیو جوړېدل خو اوس له دې فابریکې څخه د جوړو شویو توکو په منځ کې یوه اندازه لرګی هم نورو ولایتونو ته وړل کېږی.
اسماعیل نجار هم له نیشګام او کنډه ګل نه د تیارو فرنیچرو راوړل او بیا د دغې فابریکې په نوم جلال آباد ته وړل هم تأییدوی.
همدارنګه د اسعد آباد ښاروالۍ د بورډ مشر حاجی اجمل وایی چې د دغې فابریکې بنسټ په فساد او قاچاقو ته د لارې برابرولو لپاره ایښودل شوی دی، ځکه دده په وینا د رحمت ساحل محمد په نامه خصوصی شرکت چې دا فابریکه یې جوړه کړې وه، ژمنه کړې وه چې دلته به پنځه میلیونه ډالره پانګونه کوی چې په دې کې به د کونړ (۲۰۰۰) تنو نجارانو ته هم د کار زمینه برابره شی، خو داسې و نه شول.
حاجی اجمل زیاتوی چې دوی تر اوسه اېله ۴۵۰ یا۵۰۰ زره ډالره پانګونه کړې وی بل.پدې فابریکه کې نږدې ۶۰یا۸۰ تنو کار کاوه چې د هغوی معاشونه اوس هم پرې پاتې دی.‎
حاجی اجمل په ولسی جرګه کې د کونړ پر استازو هم نیوکه کوی چې د کونړ د ولسونو د حق غوښتنه او د ستونزو حل په موخه هڅه نه کوی.
دی وایی چې موږ یوه داسې عریضه هم ولیکله چې په کې د ټولو وکیل ګذرانو او قومی مشرانو لاسلیکونه وو، والی ته مو وسپارله تر څو ددې فابریکې مسؤولین څارنوالۍ ته ولېږې یا محکمې ته ،تر څو معلومه شی چې دا فابریکه قانونی ده که نه، خو تر اوسه په هغه عریضه هېڅ کار ونه شو او تر اوسه فابریکې ته لرګی ور روان دی.
د اسعد آباد ښار د نجارانو د اتحادیی مشر حاجی صدیق الله هم دا خبره پر ځای بولی چې په فابریکه کې نجارانو ته په خپل وخت خپل معاشونه نه ورکول کېدل؛ هغه زیاتوی چې نوموړې فابریکې ته ورغلی نجاران د اتحادیی د نظر خلاف ورغلی وو، نو ځکه د فابریکې مسؤولین دوی سره د کړیو ژمنو پر وړاندې پاتې راغلل.
دده په وینا کوم جواز چې دا فابریکه یی لری، د دوی کارخونې هم همدا جواز لری،خو دوی ته ددې ډول فرنیچر د تولید اجازه نه شته او دوی ته شته.
هغه چارواکی ګرم بولی او زیاتوی چې فابریکې ته په ټریلو ټریلو لرګی ور روان دی، خو دلته چې کوم سیمه ییز نجاران کار کوی، هغوی ته بیا اره شوی لرګی نه پرېږدی.
بل خوا بیا د کونړ ولایت اسعد آباد ښار د ډنډونو په سیمه کې د رحمت سایل شرکت د لرګو فابریکې مسؤول شاه محمود پر دوی لګېدلی تورونه ردوی او وایی چې: “له موږ سره اوس هم ډېر کسان کار کوی او کومو کسانو چې له موږ سره کار پرې اېښی هغوی ته په تور بازار کې ګټه ډېره وه، ځکه په خپله خوښه تللی دی.”
دا چې د کونړ له نورو سیمو جوړ فرنیچر راوړل کېږی او بیا د دغې فابریکې په نوم جلال آباد تر چپرهار هډې پورې د پېسو په بدل کې رسول کېږی، په اړه یې د فابریکې مسؤول شاه محمود وایی: “نه دا خبره حقیقت نه لری او کوم شی چې موږ کله وړِی هغه یوازې په لحاظ؛په دې توګه شوی چې قانونی مالیه مو ورکړې او نور مراحل مو یې طی کړی دی.”
دی وایی چې: “هېڅ کله داسې ندی شوی چې موږ بازار کې مال واخلو او فابریکې ته یې راوړو او بیا یې انتقال کړو.”
نوموړی پر ځان او فابریکه باندې لګېدلی تورونه بې ځایه او پروپاګنډ بولی.
د کونړوالی محمد اقبال سعید بیا وایی چې د فابریکې موضوعات یی له نږدې څارلی، پخوا ستونزې وې خو اوس د فابریکې مسؤولینو ژمنه کړې چې دا ستونزې به ختموی او که دا ژمنې پوره نکړی د نوموړی په وینا دی خپله دا فابریکه تړی.
محمد اقبال سعید وایی: “دوی ژمنه کړې چې له وهل شویو لرګیو نه به استفاده کوی، ددې فابریکې د تولیداتو په پراخولو سره به د کونړ خلکو ته د کار زمینه برابروی، او په درې پړاوونو کې به فابریکې ته رشد ورکوی.”
د کونړ والی زیاتوی چې د اقتصاد له عالی شورا ددې فابریکې طرحه پاس شوې ده او دلته راغلې ده، په دې طرحه کې راغلی چې هغه لرګی چې دوی یی راوړی موږ ته به یی له وړاندې طرحه راکوی، د ولایت مقام لخوا له منظورۍ وروسته به ترې فرنیچر جوړیږی، د ولایت هیئت له منظورۍ به وروسته به مهر او لاک او بیا انتقالیږی.
د والی په وېنا په دغه فابریکه کې به له خط کش نیولې تر ماډرنو توکو پورې هر شی جوړیږی او هر څوک کولای شی چې د هېواد ګوټ ګوټ ته یې انتقال کړی.
د کونړ ولایت نږدې درې برخې ځمکه غرونو نیولې، د همدغو هسکو غرونو په لمنو کې د نښتر، څېړۍ او نورو ډول ډول ونو ګڼ ګڼ ځنګلونه شتون لری خو په تأسف سره چې له تېرو څلویښت کلونو را پدېخواه دا ځنګلونه په نامسلکی ډول وهل کېږی او د هېواد نورو سیمو او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږی.
که څه هم په هېواد کې د بېلابېلو نظامونو او حکومتونو په رامنځ ته کېدو سره د دغه ملی شتمنۍ د وهلو او قاچاق د مخنیوی هڅه شوې، خو دا هڅې تر ډېره بریالۍ نه وې .

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.