د غزنی ښاروالۍ د ښار د ښکلا په موخه ۶ پروژې پلې کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزنی ولایت کې د ښاروالۍ ریاست له لوری ښار کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو چوکونو، دوو پارکونو، یوه پله او د یوه لمریزی برېښنا د سیستم کار پیل کړ.
د غزنی ښاروال ویلی، چې یاد ریاست غواړی څو د کابل – کندهار پر لویه لار د غزنی ښار په اړوندو کې دوه چوکونه چې اووه متره به لوړوالی ولری، جوړ کړی، څو د ښار د ښکلا ترڅنګ په دغه لویه لاره کې د ترافیکی پېښو او د ګڼې ګوڼې مخه ونیسی.
مسوولین زیاتوی، په پام کې ده چې غزنی ښار کې دوه پارکونه د ۱۷ سوه مترو په اوږدوالی سره، د یو رود پر سر ۴۵ متره د پلی تګ پل او یوه د لمریزی برېښنا پروژه پلې کړی، چې په ټولو باندې مجموعی لګښت شاوخواه اووه میلیونه افغانۍ لګښت راځی، چې د ښاروالۍ ریاست له عوایدو به پرې شی.
د غزنی ښاروالۍ ریاست مسوولین وایی، یادې شپږ پروژې به د یوې نیمی میاشتی په اوږدو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی، چې په کې به لسګونه کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.