کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ رییس ویلی، چې د ۲۰۲۳ زیږدېز کال له پېله تر اوسه په ټول هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې نږدې ۴ سوه کسانو ژوند بایللی او یا هم ټپیان شوی دی.
نوموړی زیاتوی، چې په دې موده کې له ۲ سوو ډېرې پېښې رامنځته شوی، چې له امله یې له ۱۲۰ ډېرو کسانو ژوند بایللی او ۲۵۰ نور ټپیان شوی دی.
په ورته مهال ځینې ماین پاکوونکی وایی، هڅه کوی چې هېواد کې ناچاوده ماینونه او توکی له منځه یوسی.
د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ریاست د شمېرو له مخې په هېواد کې د ماین پاکۍ په برخه کې ۹ ملی او نړیوالې موسسې فعالیت کوی او په خبره یې، چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا ۳ سوه د ماین پاکۍ ټیمونه په بېلابېلو برخو کې کار کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ