کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بزای ګنبد سړک چارې د څه باندې ۳۶۹ میلیونو افغانیو په لګښت د واخان ولسوالۍ د کوچنی پامیر د بزای ګنبد څخه د چین هیواد تر پولې پورې د ۴۹.۷ کیلو متره نوی سړک د جوړولو او د جغل اچولو چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، د یاد سړک چارو د پیل پرمهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ویلی، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د واخان ولسوالۍ د ولسونو شته ترانسپورټی ستونزې هوارې شی.
دغه پروژه د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالی سړک جوړونې ریاست او د پراختیایی شوراګانو له خوا د ۳۶۹ میلیونو ۵۷۹ زره ۲۲۷ افغانیو په لګښت پلې کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ