په کونړ ولایت کې ځینې روغتیا پالان د درملو واردونکو شرکتونو سره په جوړ جاړی کې فساد کوی

په کونړ ولایت کې ځینې روغتیا پالان د درملو واردونکو شرکتونو سره په جوړ جاړی کې فساد کوی
راپور: سپین غر
په کونړ ولایت کې د ګهیځ موندنې ښیی چې پدې ولایت کې ځینې روغتیا پالان او روغتونونه د بې کیفیته درملو واردونکو کمپنیو څخه د فیصدۍ په نامه پیسې اخلی او همدا بې کیفیته درمل بیا پر ناروغانو پلورل کېږی.
دا موندنې په ډاګه کوی چې روغتیا پالان له دې کمپنیو څخه د اکتېوېټۍ، فیصدۍ، بونس او دې ته ورته نورو نومونو پېسې اخلی او دې ته نه ګوری چې کیفیت یې څنګه دی!؟
احمد خان چې د کونړ ولایتی روغتون په سړک خپل درملتون لری، وایی: “دلته زیات ډاکټران فیصدی یا پرسنټیج اخلی، درملتونونو والاو ته یې نه ورکوی، چې دې سره درملتونونو والا ستونزې سره مخ دی، ځکه دوی ترې خپله فیصدی اخلی او بیا ناروغ ته همدغه دوا لیکی، نو موږ خو نشو کولای چې هرې کمپنۍ دوا واخلو، له دې کار سره ناروغان هم پوره ستونزه کې دی، ځکه هغه ډاکټر ترې هماغه درمل غواړی چې په نسخه کې یې لیکلی.”
ښاغلی احمد زیاتوی چې اوس د درملو پلورونکو کمپنیو له خوا پلورونکو ته تر (۴۰) سلنې پورې فیصدی ورکوی چې په اصل کې تر دې حده فیصدی ورکول، جواز نه لری، په داسې حال کې چې په قانونی چوکاټ کېله ۱۵ تر ۲۵ سلنې پورې فیصدی ورکول جواز لری.
ښاغلی احمد زیاتوی، چې له دغو ستونزو نه د روغتیا په برخه کې مسؤولین ښه خبر دی ،خو تر اوسه یې هېڅ عملی اقدام نه دی کړی.
د کونړ په مرکز او څوکۍ ولسوالۍ کې د خېرالناس روغتیایی کلینک مسؤول، ډاکټر واحدالله ساپی د دې ستونزې په اړه وایی چې دغه فیصدی کوم قانونی جواز نه لری او دوی یې هم د درملو له کمپنیو اخلی، خو بیا یې ناروغ ته له درملو منفی کوی او دا کار د ناروغانو په ګټه دی ځکه هغوی ته د درملو د قیمت د ټیټېدو سبب کېږی.
د کونړ په مرکز کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالرحمن حبیب هم وایی چې: “زه خپله دغه فیصدی ناروغ ته په درملو کې منفی کوم، بل ماته مهمه د درملو کیفیت دی، زه چې د هرې کمپنۍ سره همکاری کوم لومړی ترې لږ درمل اخلم او هغه لومړی په خپل کور کې یا هم نږدې خپلوانو ته چې ناروغ وی ورکوم، کله چې یې له تأثیر او اغېز نه ډاډه شم بیا ورسره همکاری پېل کوم.”
هغه د درملو د اعتبار مودې د کمښت په اړه وایی چې: “تر یوه بریده د درملو د اعتبار موده د مارکیټینګ او تجارت بڼه لری،خو بیا هم احتیاط په کار دی، په تېره په شربتونو او پېچکاریو کې.”
د المدینه روغتیایی انستیتیوت یو تن محصل هلال وایی چې دوی هم معلومات ترلاسه کړی چې زیات ډاکټران دلته لکونه لکونه روپۍ د درملو له شرکتونو څخه د بونس یا تحفې په نامه اخلی، چې دا ناروا کار او زیاتی دی.
د کونړ یو تن دینی عالم مفتی محمداولیاء د درملو واردونکو کمپنیو له خوا ډاکټرانو ته د ورکول کیدونکې فیصدۍ او بونس په اړه وایی: “که چېرته ګټه یوه حد زیاته وی،دا بیا حرام بلل کېږی، بونس ښه دی خو باید د بونس ترلاسه کولو وروسته، له ناروغ سره هم همدومره مراعات شی، ډاکټر هم باید داسې ونه کړی چې د خپل ځان او یا کمپنۍ د ګټې لپاره دې ټولو ته هماغه یو ډول درمل ورکوی. ”
په کونړ کې د یوه درملتون خاوند احمد خان د هغو درملو په اړه چې د اعتبار تاریخ یې کم وی، وایی: “دا لوی ظلم دی ، او تر دې چې له یو چا نه همداسې پېسې په زور واخلې ښه به وی. ”
نوموړی پدې اند دی چې دا ډول درمل د ښه والی په ځای نور تکلیفونه پېدا کوی.
په کونړ کې د درملتونونو ځینې نور خاوندان هم ګهیځ سره په خبرو کې وایی، چې د درملو خرڅلاو او د روغتیاپالانو نسخو کې ګډوډیانې زیاتې دی، خو حاضر نه دی چې په دې راپور کې یې نوم واخیستل شی په خپل اند د ډاکترانو له خوا د شفری نسخو لیکنه او د ډېرو غیر ضروری درملو پلورل د خلکو لویې ستونزې ګڼی.
کونړ کې د یو عصبی جراحی ناروغیو روغتیاپال نسخه چې ګهیځ تر لاسه کړې، موږ لږ تر لږه اتو درملتونونو ته وښوده، یوازې دوو درملتونونو وکولی شول چې له پنځه قلمو دوه یې ولولی.
د ګهیځ خبریال همداسې یوه نسخه چې په بازار کې ورته شفری نسخه وایی له یوې مرجع نه ترلاسه هم کړه چې فارمسسټ یې په توضیح کې لیکی: “دا د عصبی ناروغیو د درملو اړوند شفری نسخه ده او ما د دې درملو یوازې یو قلم ولوستلی شو، له دواخانې پرته یې بل څوک نه شی کولی هغه ولولی.”
د کونړ عامې روغتیا ریاست د صحی قوانینو د بررسی مسؤول ډاکټر محمد قاسم برهانی د کمپنیو له خوا ځینو ډاکترانو ته د فیصدۍ،بونس، د اعتبار د لنډې مودې درلودونکو درملو او ښځینه ډاکټرانو د ناسمو ټلویزیونی معایناتو په اړه وایی: “ډاکتر ته فیصدی ورکول، جرم دی او دا کار قانوناً منعه دی، او دا کار د سیمه ییزو کمزورو کمپنیو دواګانو کارولو ته لاره هواروی، ځکه ډاکتران ماده پرست آموخته کېږی.”
دا چې دوی د دغه کار په اړه څه اجرات کړی، ښاغلی برهانی وایی: “موږ ته چې په دې برخه کې کوم اطلاعات او شکایتونه راغلی ،موږ یې غم خوړلی، هغو ډاکټرانو ته مو اخطاریه ورکړې او کنټرول کړی مو دی.”
هغه پر ولس غږ کوی چې په دې برخه کې له دوی سره همکاری وکړی او زیاتوی چې د عامې روغتیا ریاست د دوی په خدمت کې دی او هویت به له شکایت کوونکی نه پټ ساتل کېږی.
د کونړ په څېر شاید د افغانستان په نورو لیرې پرتو ولایتونو کې هم خلک له ورته ستونزې سره مخ وی او دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې افغانستان په کور دننه هم د نورو برخو کې د تولید ترڅنګ د درملو جوړولو په برخه کې هم یو څه پرمختګ کړی خو دا تولید تر اوسه د ټول هېواد لپاره لا بسنه نه کوی.
پدې وروستیو کې د هېواد عامې روغتیا وزارت خبر ورکړ چې له (۱۵) پنځلس قلمه څخه زیاتو درملو په تولید سره افغانستان خودکفاء دی او د نورو هېوادونو څخه یې راوړل منعه کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.