د ملګرو ملتونو ۷۸ غونډې ته د ګڼو هېوادونو مشران نیویارک ته رسېدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۸ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د یو شمېر هېوادونو مشران او چارواکی د ملګرو ملتونو په ۷۸ مه عمومی غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتریش مخکې ویلی وو، چې د ملګرو ملتونو د عمومی غونډې په اجنډا کې به د افغان ښځو حالت په اړه هم خبرې وشی.
د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومی غونډه سبا سې شنبه تر سره کیږی او موضوع یې د نړیوال باوراو پېوستون جوړولو دوامدارې پراختیا ته د رسېدو په موخه د ۲۰۳۰ کال د اجنډا په پلې کولو کې د حکومتونو د اقداماتو ګړندی کول دی.
د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتریش ویلی وو، چې د افغان ښځو د حالت موضوع به د هېوادونو له مشرانو سره یاده کړی.
په اوکراین کې د سولې راوستل هم یوه له هغو نورو مسلو څخه ده، چې د ملګرو ملتونو سرمشریزه ورسره مخ ده.
ګوتریش مخکې ویلی و چې اوس د روڼ سبا لپاره د جوړجاړی وخت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.