کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ترافیکو د عمومی ریاست له لوری د پلازمینې کابل ښار په ۱۰ څلور لارو کې د ترافیکی څراغونو د نصب او فعالولو لړۍ پیل شوه.
د راپور پر بنسټ، په همدې موخه د ارزان قیمت په لومړۍ څلور لارې کې نوی ترافیکی څراغونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فعال شول.
د کورنیو چارو وزارت رییس ارکان ویلی، چې په روان کال کې د کابل په ګډون د هېواد د لویو ښارونو په ۵۶ څلور لارو کې د ترافیکی څراغونو نصبول په پام کې وو، چې له هغې جملې څخه ۱۰ یې په کابل ښار کې دی.
د نوموړی په خبره د یوې میاشتې په ترڅ کې به یادې چارې بشپړې شی.
دمګړۍ د کابل ښار په ۱۵څلور لارو کې ترافیکی څراغونه فعال دی او د یوې میاشتې په موده کې به په ۱۰ څلور لارو کې د ترافیکی څراغونو د نصبولو ترڅنګ د ۲۶ هغو څلورو لارو ترافیکی څراغونه هم فعال شی، چې له کاره لوېدلی دی.
د مسوولینو په وینا د یادو څراغونو پر فعالولو ۵۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځی او دغه لړۍ به تر پلازمېنې کابل وروسته د هېواد لویو ښارونو ته هم وغځوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ