تېره یوه اونۍ پاکستان کې ۸ سوه افغان کډوال نیول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۸ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت سرکونسل عبدالجبار تخاری ویلی، چې د تېرې یوې اونۍ پرمهال پاکستان کې څه باندې ۸سوه افغان کډوال نیول شوی دی.
تخاری ویلی، چې د نیول شویو کسانو په منځ کې ماشومان هم شامل دی او ډېری دغه کسان له سند ایالته څه نیول شوی دی.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د دغه هېواد د لنډمهالی لومړی وزیر له څرګندونو وروسته، اوس یو شمېر افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوری په اسلام آباد او ځینو نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو له زیاتېدو خبر ورکوی.
د عبدالجبار تخاری په وینا، هغه ۲ سوه افغان کډوال چې په دې وروستیو کې نیول شوی وو، د سرپرست حکومت د کونسلګرۍ د هڅو له امله بېرته خوشې شوی، خو د نیولو دغه بهیر اوس هم دوام لری.
تر دې وړاندې افغان حکومت څو وار له پاکستانی حکومته غوښتنه کړې وه، چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.