کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د دې ولایت په بالابلوک ولسوالی کې د ۸،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو د یوې شبکې رغنیزې چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، ځایی مسوولینو زیاته کړې، چې دغه شبکه به د څلورو میاشتو په موده کې ورغول شی.
د دوی په وینا د یادې شبکې تر جوړولو وروسته به ۶ سوه کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو زمینه وربرابره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ