په کونړ کې خلک د ملی دسترخوان په پروسه کې له فساد نه سرټکوی
راپور: سپین غر
په کونړ ولایت کې د ملی دسترخوان تر نامه لاندې د دولت له خوا د بېړنیو مرستو د وېش په لړ کې عام خلک شکایت لری چې د وېش لړۍ یې رڼه نده او د ولایت په ځینو سیمو کې ددې وېش په لړ کې فساد شتون لری.
د کونړ مرکز ته څېرمه د نوآباد د بر کلی یو تن اوسېدونکی اختر محمد کلیوال چې د ملی دسترخوان پروسې له لارې یې مرسته هم تر لاسه کړې وایی: “زموږ په کلی کې دوه کلستره دی چې ټولې ۶۸ کورنۍ وې، خو ددې کلی په نامه د ۵۸ کورنیو ته مرسته اېستل شوې وه او هغه هم بشپړه نه وه چې بیا پاتې ۱۰ کورنیو ته موږ هرې کورنۍ ۵۰۰ افغانۍ راټولې کړې او هغوی ته مو پرې د مرستې مواد واخیستل.”
هغه وایی چې که دغه لس کورنۍ غریبې وې، نو ولې یې لیست کې نه لیکلې او که شتمنې وې او لدې امله یې نوم په لیست کې نه وو لیکل شوی، نو بیا ولې د نورو کلیوالو له خوا ورته پېسې راټولې شوې.
دده په وینا د مرسته شویو توکو د لېږدولو لپاره د نیول شوی موټر کرایه هم له کلیوالو واخیستل شوه، پداسې حال کې چې دا کار د حکومت ؤ چې هرې ولسوالۍ ته یی باید مرسته شوی توکی رسولای وای.
اخترمحمد کلیوال همدا راز وایی چې د کلستر مشر د مرستو په نوم لړ کې د خپل داسې زوی نوم هم لیکلی ؤ چې واده یی نه درلود.
نوموړی زیاتوی چې: “کله مو چې د شورا له مشر نه د توزیع جدول او دخرېدارۍ لیست او بلونه وغوښتل ،هاخوا دېخوا یې راسره وکړل او له ښکاره کولو یې ډډه وکړه.”
خو په ورته وخت کې بیا د نوآباد د برکلی د کلستر مشر ملک سید یوسف دغه تورونه ردوی او یو پروپاګند یې بولی، هغه وایی : “زموږ نه دغه لس کورنۍ پاتې شوې وې نو موږ د هغوی سره د مرستې لپاره دغه ۵۰۰ افغانۍ راټولې کړې، او دوی که هر وخت وغواړی موږ ټول اسناد ورښودلی شو.”
هغه له کرایې ورکولو ځان ناخبره ښیی، ټوله پروسه شفافه بولی او وایی چې هېڅ ډول ستونزه او جنجال په کې نه شته، هغه دا ردوی چې ګواکې د خپل هغه زوی لپاره دې یې هم برخه اخیستې وی چې لایې واده هم نه شته.
د کونړ ولایت یوشمېر هغه اوسېدونکی چې نومونه یی د مرستو په لیستونو کې ندی نیول شوی، په دې لیستونو نیوکه کوی او وایی چې پدې لیستونو کې په لوی لاس غریب او بې وزله خلک د شتمنو په لیکه کې حساب شوی دی، خو برعکس هغه چې په دغه پروسه کې یې توان رسېده خپل خپلوان چې د نورو په پرتله شتمن دی بیا په بې وزلو او مستحقو کې لیکلی دی.
د کرهالې د مرکزی کلی د چغان سیمې یو تن اوسېدونکی، عزت الله رحمتی ددې ستونزې په اړه وایی: “کله چې د ولسی تړون شوراګانې جوړېدې نو د ډاکار مؤسسې جوړې کړې، هغوی سروې وکړه او بیا یې چې د شورا مربوط څومره کورنۍ وې د هغې تعداد یې راواخیست، چې ستونزه له دغه ځای پېدا شوه .”
نوموړی زیاتوی چې په هغه وخت کې چا دومره ارزښت ورنه کړ او هغوی هم چې رضا کار وو، همداسې یې له ځان نه لیستونه جوړ کړل چې که د یو کلی ۸۰۰ تنه وو نو دوی ۳۰۰ تنه ولیکل، دلته خلکو او هم ډاکار بې غوری وکړه.
دی همدارنګه وایی چې د ملی دسترخوان په طرزالعمل کې داسې دی چې باید د افغانستان په کچه لس سلنه شتمن خلک باید له دغه لیستونو لرې شی، خو د کونړ چې بیچاره خلک دی، یعنې زموږ شتمن د بل ولایت د بې وزله په اندازه شتمن ندی.
هغه زیاتوی چې زموږ د کلی په ۳۵۰ کورنیو کې ۳۵ کسان له لیست نه لرې کړی شوی دی، حال دا چې زموږ ټول د دوی په معیار برابر (۱۰۰۰) کورنۍ دی.
رحمتی وایی: “زموږ کور لس فامیله دی، خو له موږ یې دوه کسان لیکلی، حال دا چې د دې ټولو اقتصادی حالت یو له بل بدتر او خراب دی.”
هغه وایی چې د شورا د رئیس ، نورو غړو او مسؤولینو د یو کور نه چې مستحق نه دی لس کسان لیکل شوی او هغه چې مستحق دی له لسو یو کس لیکل شوی دی.
ګهیځ د ځایی اوسېدونکو په همکارۍ داسې ویډیویی کلپ هم تر لاسه کړی چې پکې دوه کسه ښکاری، دوی د مرستو د وېش پر مهال له نورو ګوښه ناست وی او دا لېستونه د مرستو د ویش پر مهال ترتیبوی.
د کونړ د بره تېشې اوسېدونکی چې خپل نوم احمد را ښیی وایی: “دا پروسه له فساد ډکه ده، کومه ورځ چې موږ ته مواد راکول کېدل نو د نظارت په پلاوی کې چې له مرکز نه راغلی وو، یوه مېرمن هم وه، کله چې هغې لوبیا ولیده نو ویې ویل چې دا خو پوره یوولس کیلو نده، خو هغو کسانو چې خریداری کړې وه، همدا ویل چې نه پوره یوولس کلیو ده، بالآخره د مېرمنې په ټینګار تله راوړل شوه او کله چې لوبیا وتلل شوه ،نو لس کیلو وه، په دې حساب چې مو ټول حساب وکړ نو د ۱۸۰۰۰ افغانیو لوبیا پکې کمه وه.”
د همدغې سیمې یو تن بل اوسېدونکی ضیاءالحق وایی: “موږ درې فامیله یو، درېواړه په دولت کې ملازمین یو، اقتصاد مو یو شان خراب دی، خو له موږ درې واړو یې یوازې یو کس لیکلی ؤ او یو کس ته یې مواد ورکړل، خو په کلی کې داسې کسان وو چې زموږ په نسبت یې ژوند او اقتصاد ښه برابر وو، پوره پوره مواد ټولو واخیستل.”
په کونړ کې د ملی دسترخوان ولایتی مسؤول خلیل الله نظام هم شته ستونزې منی او وایی چې: “د لیستونو برخه کې ستونزه د کلیو د شوراګانو له خوا رامنځ ته شوې، یا دوی بې غوری کړې او یا د کوم بل لامل له مخې ځینې کورنۍ پاتې شوې دی، خو موږ د هغوی سروې کوو او په دوهم پړاو کې به د دغه پاتې شویو مستحقینو ترڅنګ له هغو کلیو سره چې نوی جوړ شوی او یا یې پخوا شورا نه لرله، مرسته وکړو.”
خلیل الله نظام زیاتوی چې:” اوس مهال مونږ د پاتې شویو کورنیو سره هیڅ مرسته نشو کولای ځکه دا لیستونه منظور او پېسې یې راغلې دی،نو ښه خبره دا ده چې دا خلک خپل منځ کې په دې ډول جوړ جاړې وکړی چې پوهیږی بل ترې مستحق دی باید خپله مرسته هغې ته ورکړی.”
په کونړ کې د ملی دسترخوان پروسې مسوول ښاغلی نظام د کرایې په اړه وایی: “دولت د کرایې لپاره لس زره افغانۍ ټاکلې او کومو سیمو ته چې څومره پېسې د کرایې په ډول مصرفیږی، پاتې یې بېرته د دولت اکاونټ ته ځی، هیڅوک حق نه لری چې د کرایې په نامه له خلکو نه پېسې راټولې کړې،که یې داسې کار وکړ باید موږ جریان کې شو.”
بلخوا د ګهیځ خبریال د کونړ ولایت له ډېرو سیمو څخه داسې معلومات ترلاسه کړی وو چې د ویشل شویو توکو کمیت او کیفیت کمزوری دی، ښاغلی نظام دغه ستونزه منی او وایی چې د څوکۍ ولسوالۍ په یوه کلی کې همداسې شوی وو،چې د دوکاندار په د خرید په سند کې د توکی اندازه یو ډول وه او د ویش پرمهال بل ډول وه،کله چې خبره رسوا شوه،نو دوکاندار وویل چې ماسره شورا والا همداسې معامله کړې وه او چې حساب وشو، ټولې پنځه دېرش زره افغانۍ فساد شوی و.
ښاغلی نظام وایې چې دا ستونزه بې بیا له مرکز او ولسوالۍ سره شریکه کړه او هغوی د دغې شورا رسمیات ختم کړل او د رسمی ایمیل له لارې یې له ولسوالۍ غوښتنه وکړه چې دوی دې پرې خپل قانون او مقررات پلی کړی.
هغه وایی چې په دې پروسه کې هیڅ کلیوال ، د شورا غړی او کمېټه د دې صلاحیت نه لری چې په یو نوم او بل نوم له کلیوالو نه پېسې راټولې کړی که چېرته دغه کار وکړی او دوی په جریان کې شی نو رسما به یې ولسوالۍ مقام ته معرفی کړی او قانونی چلند به ورسره وشی.
د ملی دسترخوان دغه مسوول د مرستو له لست نه د لس سلنې شتمنو د کموالی په اړه وایی : ” دا حتمی نه ده موږ ته شرایط او معیار مهم دی،دا نوی سلنه یې یو اعظمی حد ورته ټاکلی، دا پېسې یا مرسته د هغه چا لپاره ده چې د کرونا له امله یې اقتصاد له صفر سره ضرب شوی وی او یا بې وزله وی.”
په کونړ کې د ملی دسترخوان د مرستو د وېش مسوول، پر دغه پروسه باندې د فساد شته غټ تورونه نه منی خو په ټوله کې خلک او ولس بیا ددې پروسې له شفافیت نه اندېښمن دی او وایې چې دلته واک د ملکانو او قومی مشرانو دی او خوار کلیوال بیا هم پکې خوار دی.
خو د کونړ ولایت د نواباد د سیمې اوسېدونکی اخترمحمد کلیوال وایی:” رسنۍ،دینی عالمان او نورو مسوولین باید په دغه برخه کې خلکو ته پوهاوی وکړی،ترڅو خبر شی او له دغه لارې خپل شکایتونه شریک کړی ،ترڅو حق حقدار ته وسپارل شی او ستونزه حل شی.”
گهیځ