د ننګرهار په بهسودو کې د هغو ښوونکو له معاشاتو چې ترفیع یې کړې وی، په غیر قانونی ډول پېسې ګرځول کېږی

د ننګرهار په بهسودو کې د هغو ښوونکو له معاشاتو چې ترفیع یې کړې وی، په غیر قانونی ډول پېسې ګرځول کېږی
راپور : ذیشان ذهین
ګهیځ سره یوې معتبرې سرچینې د هویت پټ ساتلو په شرط داسې اطلاعات شریک کړی چې له مخې یې د بهسودو ولسوالۍ د هغو ښوونکو څخه چې ترفیع یې کړې وی، د هر یوه ښوونکی له معاش څخه دوه سوه او له ځینو درې سوه افغانۍ ګرځول کېږی.
یاده سرچینه وایی چې دغه پیسې د ښوونځی د معتمد او تحویلدار لخوا اخیستل کېږی چې له بانک څخه د ښوونکو معاشات ترلاسه کوی او بیا یې لېسو کې ښوونکو ته سپاری.
زموږ د موندنو له مخې په بهسودو ولسوالۍ کې یوازې په محمدی صاحبزاده لېسه کې تر اویا تنو پورې ښوونکو ترفیع کړې چې په منځنی ډول همدې یوه لېسه کې له ښوونکو څخه د تېر کال د حوت میاشتې له معاش نه تر 14زره افغانیو زیاتې پیسې په غیر قانونی بڼه اخیستل شوې دی.
په داسې حال کې چې د بهسودو ولسوالۍ پنځلس دولتی لېسې لری، که د همدې یوې لېسې ارزونه پر نورو لېسو هم وکړو، نو په منځنی ډول ویلی شو چې یوازې د بهسودو ولسوالۍ له ترفیع کړو ښوونکو څخه په یوه میاشت کې دوه لکه او لس زرو افغانیو څخه زیاتې پیسې ګرځول کېږی.
د ګهیځ دغه سرچینه چې خپله هم ښوونکی دی، وایی: “زه څوارلسم پاس یم له پنځلس کالو راهیسې ښوونکی یم، هر ځل د ترفیع پر مهال د مکتب تحویلدار دغه ډول اضافی پیسې رانه ګرځولې دی، دا وار یې هم رانه د حوت میاشتې له معاش څخه دوه سوه افغانۍ وګرځولې او له ځینو نورو یې آن درې سوه افغانۍ وګرځولې.”
دغه ښوونکی زیاتوی چې: “که چېرې موږ د خپل حق غوښتنه وکړو، بیا نو شل لارې د مصرف راته ښودل کېږی؛ کله وایی چې په ریاست کې یې کارمندان رانه اخلی او کله نورې شل بهانې وکړی. ”
نوموړی وایی چې یوازې دی هم ندی چې له دا ډول ستونزې سره مخ دی، د تېر حوت په میاشت کې دده په څېر د هغو ټولو ښوونکو څخه چې ترفیع یې کړې وه، له معاش څخه یې دوه سوه او یا درې سوه افغانۍ تحویلدار او معتمد په همدې وینا وګرځولی.
دغه ښوونکی همدارنګه وایی چې که چا ته شکایت وکړې نو اخطارونه ورکول کېږی، پر بېلابېلو نومونو او کړنو یې ګواښی یا ځینې نور بیا ور ته وایی چې له ځانه مو وږی جوړ کړی، په سل یا دوه سوه روپیو پسې نښتی یاست؟
که څه هم ځینو ښوونکو ګهیځ ته منلې چې له بانک څخه د ښوونکو د معاشاتو د راوړلو په بدل کې یې د ولسوالۍ معتمد او د لېسې تحویلدار ته سل افغانۍ منلې، خو ګهیځ ته د محمدی صاحبزاده لېسې د اجرائیه مدیر غلام حسن هغه ثبت شوی غږ په لاس ورغلی، چې نوموړی ښوونکو ته ګواښنه کوی او په بې پروایۍ سره وایی چې که پدې اړه کوم ښوونکی چاته څه ووایی، نو له ترفیع او پرمختګ څخه د محرومیت ترڅنګ به ورته هر ډول ستونزې رامنځته کړی.
ګهیځ د خپلو څېړنو پر مټ دا هم موندلې چې د ملکه حمېرا او احنف بن قیس په څېر ډېری لېسې خپل تحویلدار او د ولسوالۍ معتمد ته یوازې پنځوس افغانۍ د معاش راوړلو په بدل کې ورکوی. ډېر کله د معتمد او تحویلدار پرمټ د ښوونکو د معاشاتو راوړلو غوښتنه په خپله د ښوونکو له لورې کېږی، خو د اضافی پیسو د اخیستو په اړه د بهسودو ولسوالۍ د یوې لېسې تحویلدار د هویت د پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل چې دغه پېسې ترې د پوهنې په ریاست کې د مطیع الله په نوم کس چې د ښوونکو د ترفیع اسناد کابل ته وړی او دا چارې ورته رالنډوی، ترې اخلی.
د ده په خبره لومړیو کې دغه پیسې د شیرینۍ خو اوس د مصرف په نوم اخیستل کېږی. پداسې حال کې چې دغه د اسنادو وړونکی کس د پوهنې ریاست رسمی کارکوونکی دی او په رسمی وختونو کې کابل ته تګ_راتګ کوی.
نوموړی زیاتوی چې د یو شمېر لېسو ښوونکو چې له بانک څخه خپل معاشات د بیروبار، د وخت کمبود او نورو امنیتی ستونزو له امله پر وخت نشوای ترلاسه کولای، لیکنې غوښتنه یې وکړه او لاسلیکونه یې وکړل چې باید د تحویلدار او معتمد په وسیله یې معاش ورته لېسې ته ور وړل شی، ځکه نو چې اوس معتمد او تحویلدار دغه معاشات له بانکونو څخه ترلاسه کوی او لېسو ته یې د ښوونکو لپاره لېږدوی.
د نوموړی په وینا د ښوونکو دغه کار متعمد او تحویلدار ته ددې زمینه برابره کړې ده تر څو د معاش راوړلو پر وخت، په ځینو لېسو کې پنځوس افغانۍ او په ځینې نورو کې بیا سل افغانۍ دغه متعمد یا تحویلدار ته په لاس ورشی.
همدارنګه د ښوونکو د ترفیع پر مهال د دوه سوه یا درې سوه افغانۍ له هر ښوونکی نه دغه تحویلدار یا متعمد اخلی او وایی چې له دوی نه بیا دا پیسې د مطیع الله په نامه، یو کس چې د پوهنې ریاست کارکوونکی چې د وزارت او ریاست ترمنځ نماینده دی او د ښوونکو اسناد د ترفیع لپاره کابل ته وړی، اخلی.
د یاد تحویلدار په خبره مطیع الله چې د پوهنې ریاست کارکوونکی دی، دغه پیسې د بهسودو ولسوالۍ په کچه له عمومی معتمد سفیر څخه د ترفیع د کارونو د بشپړ والی لپاره د مصرف په نوم اخلی.
بل خوا د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواری له ګهیځ سره په خبرو کې له ښوونکو څخه دغه ډول اضافی پیسې اخیستل غیر قانونی بولی او زیاتوی چې په ننګرهار کې یې اویا سلنه ښوونکی بانکی سیسټم ته اړولی، چې په دغه سیسټم کې د تحویلدار له خوا د پیسو اخیستو مسأله له منځه تللې ده.
د شینواری په خبره له بانکی سیسټم څخه پاتې دېرش سلنه ښوونکی د لرې پرتو سیمو ښوونکی دی، چې بانکی سیسټم ته لاسرسی نلری، خو د ښاغلی شینواری ددې خبرو سره سره د ګهیځ موندنې ښیی چې همدې بهسودو ولسوالۍ کې د ډېرو لېسو ښوونکی بانکی سیسټم ته لاسرسی نه لری.
د دې ترڅنګ د ګهیځ د موندنو له مخې د ولسوالۍ معتمد د هر لېسې له تحویلدار څخه هره میاشت د هر ښوونکی له معاش نه پنځه شپېته افغانۍ ګرځوی.
د سپوږمۍ په نوم یوه بله ښوونکې چې د استاذۍ یې لنډه موده کېږی وایی چې د استاذۍ په لومړی معاش کې یې ترې ۱۶۵۰ افغانۍ ګرځولې وې. نوموړې وایی: “ماته په لومړۍ میاشت کې د پنځلسو ورځو معاش ۱۷۰۰ افغانۍ راکړل شوی. حال دا چې زما د ټولې میاشتې معاش ۶ زره ۷ سوه افغانۍ کېږی.”
دغه ښوونکې زیاتوی: “کله ما چې پوښتنه وکړه، ویل یې تېر کال هم چې کومې استاذانې مقررې شوې وې، له هغوی څخه هم تر دوه زرو افغانیو پورې پیسې ګرځول شوې دی، او دا د ولسمشر غنی د مېرمنې څادر دی. بیا مې له نورو استاذانو هم پوښتنه وکړه. هغوی هم راته وویل چې د لومړنی معاش څلورمه برخه ګرځول کېږی.”
کله چې د استاذانو له معاش څخه د اضافی پیسو د ګرځولو او په دې اړه بیا ښوونکو ته د ګواښ موضوع، د ننګرهار پوهنې ریاست له ویاند محمد اصف شینواری سره شریکه کړه، نوموړی پرته لدې چې په خپله پدې اړه څه ووایی، یادونه وکړه چې موضوع یې د پوهنې له رئیس حسیب الله شینواری سره شریکه کړې، څو په خپله د ننګرهار د پوهنې رئیس پدې اړه ځواب ورکړی، خو له مکرر تعقیب او انتظار سرسره د پوهنې د رئیس د نظر په ترلاسه کولو بریالی نشوو.
خو تر دې وروسته مو بیا هم پدې اړه د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری وپوښت، نوموړی په ځواب کې وویل: “ستاسې د څېړنې موضوع او پایله د پوهنې ریاست له مشرتابه سره شریکه شوې، هغوی پدې اړه د پلټنو امر کړی او د هغو کسانو د مجازاتولو ژمنه یې کړې، چې په دې موضوع کې پړه وبلل شی ”
په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو له خوا د هغوی له معاش څخه د پیسو ګرځولو موضوع داسې مهال را برسیره کېږی چې دې وروستیو کې یادو ښوونکو ته د ځمکو د وېش په برخه کې هم د پراخو ستونزو د شتون پخلی شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.