روان کال هېواد کې ۴،۳ میلیونه ټنه غنم تولید شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د احصایې ملی ادارې ویلی، چې سږکال په هېواد کې د للمی غنمو د حاصلاتو په ګډون ټول ۴،۳ میلیونه ټنه غنمو حاصلات راټول شوی دی.
دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلی، چې دا معلومات یې د لرې څخه د سنجولو د ټکنالوژۍ په مټ چې د ستلایټ له لارې د اوبو او للمی ځمکو د غنمو د کر د سیمو څخه د اخیستل شویو انځورونو په ګډون راټول کړی دی.
د احصایې ملی ادارې زیاته کړې، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې په مجموعی ډول ۲،۲ میلیون هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوی و، چې د دې له ډلې ۱،۳۴ میلیونه هکتاره د اوبو لاندې په ځمکه باندې او ۶۸۰ زره هکټاره للمی ځمکه باندې غنم کرل شوی و.
د ترلاسه شویو شمېرو له مخې د غنمو د کر ځمکې د ټولو کرل شویو ځمکو ۷۱ سلنه جوړوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.